اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې اعلاميه جاري كړې شوې۔د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په ختمېدو د جاري شوې”اسلام آباد اعلاميه”په مهمو نكاتو كښې اتحاد٬انصاف او پرمختګ لپاره د شراكت مركزي موضوع شامله كړې شوې۔د اعلاميه مندرجات او آئي سي په چارټر كښې درج د عظيم اسلامي اقدارو او نظرياتو څخه ماخوز دې او د ملګرو ملتونو په چارټر كښې درج د اصولو او مقاصدو سره مطابقت لري۔اعلاميه د نړيوالو سياسي٬امنيتي٬انساني اقتصادي او تكنيكي ستونزو په اړه د جائزې او د دې مخ نيوي لپاره د وژن او نظرياتو نمائندګي كوي۔اعلاميه د او آئي سي د غړو هېوادونو عزم واضحه كوي چې پكښې شريكو ګټو ته وده وركول٬د دې تحفظ كول٬د فلسطين٬كشمير او نورو د شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د منصفانه مقاصدو ملاتړ٬د او آئي سي په هېوادونو كښې د مسلم اقليتونو حقوقو او مفاداتو تحفظ د اسلامي نړۍ دننه او بهر سماجي٬اقتصادي٬ سائنسي او تنكيكي پرمختګ او انضمام لپاره شريك وژن عملي كول٬همغږي٬رواداري٬يو بل سره په امن پاتې كېدل٬د ژوند غوره معيار٬انساني وقار او د ملكو ترمينځه تفاهم ته وده وركول شامل دي كوم چې زمونږ د اجتماعي هڅو عكاسي كوي۔په اعلاميه كښې د دې كال په آخر يا راتلونكي كال د شخړو مخ نيوي او امن ته وده وركولو لپاره د طريقه كار پرېكړې لپاره د وزارتي غونډې رابللو تجويز وركړې شوې۔دا اعلاميه په افغانستان كښې د انساني همدردۍ د ټرسټ فنډ فعاله كېدو هركلې كوي۔د اے اېچ ټي اېف په چارټر په 21مارچ 2022 كښې په اسلام آباد كښې لاس ليك شوې و۔په دې اعلاميه كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د متفقه پريكړې له مخې د مارچ 15مه نېټه د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورځې په توګه د لمانځلو او د خاص استازي ټاكلو د پريكړې هركلې هم شوې۔د اعلاميه د ترهه ګرۍ ټول جهتونه او زاويې رد كوي او دا بدي د كوم هم هېواد ٬مذهب٬قوميت٬نسل يا د تهذيب په ضد د كارولو غندنه كوي۔دا د خپلواكۍ حق لپاره د خلكو جائزې هڅې ترهه كرۍ سره د تړلو د هڅو په ضد د او آئي سي د قوي دريځ پخلې كوي۔اعلاميه د كووېډ 19 د سختو سماجي او اقتصادي اثراتو سره سره په پرمختګ كونكو هېوادونو د موسمياتي بدلون په اړه زمونږ نظر هم واضحه كوي۔په دې كښې په يو ډول د ويكسين وركړې٬د قرض څخه نجات٬د غېر قانوني مالياتي تللو مقابلې د موسميات بدلون مخ نيوي لپاره د فنانسنګ لوظونو ترسره كولو سره سره د ټېلكنالوجۍ منتقلۍ او د صلاحيت پېدا كولو په لړ كښې د كوټلو اقداماتو غوښتنه هم كوي۔په اعلاميه كښې پرمختګ او ډيجيټل بدلون ته تحريك وركولو كښې جدت او د رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجۍ زياتېدونكې كردار تسليمولو سره روابط او شركت ته د ودې وركولو د شريك عزم څرګندونه شوې۔د او آئي سي چارټر٬د تېرو ټولو مشرانو غونډو او د خارجه وزيرانو د كونسلو په اعلاميو كښې د موجودټولو لوظونو عملي كولو د عزم پخلې او د خپلو خلكو او د غړو هېوادونو ترمينځه د اتحاد او يو والي د لا مضبوطيا عزم شوې۔امن٬سلامتيا٬پرمختګ او بشير حقونو لپاره د شريك وژن عملي كولو ٬مساوات٬انصاف٬خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا او د رياستونو په كورنيو معاملو كښې د مداخلې نه كولو د نړيوالو اصولو د وفادارۍ٬د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د چارټر اصولو او مقاصدو لپاره د غړو هېوادونو د عزم پخلې شوې۔ او د خپلو شريكو ګټو تحفظ او د اسلامي امت د چېلنجونو شريك مخ نيوي لپاره د هڅو په مربوط كولو اتفاق شوې۔نړيوال امن او سلامتيا لپاره زياتو شويو خطرو سره سره نړۍ په يو شمېر برخو كښې په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي٬عدم استحكام٬د اوږدې مودې څخه په حل طلب شخړو٬اسلامو فوبيا٬د اسلام تشخص داغدار كولو٬اسلامي نړۍ ته د زيان رسولو د قصدا ًهڅو او د جغرافيائي سياسي مسابقت٬د وسلې زغل٬د انساني او د آب و هوا بحرانونو٬سماجي او اقتصادي عدم مساوات او اولس سره سره په نړيوال سياسي٬امنيتي او اقتصادي نظام د دې په منفي آغېز اندېښنه ښودلې شوې۔د اروپا پشمول په ټوله نړۍ كښې په روانو وسله والو شخړو اندېښنه ښودلې شوې او د دښمنۍ په خاتمه٬د ژوند د زيان په مخ نيوي٬او د سفارتكارۍ په اضافه زور راوړل شوې٬په اعلاميه كښې د اسلامي امت او انساني پرمختګ او خوشالۍ لپاره د امن٬روادارۍ٬اتحاد٬همغږۍ او د انصاف ابدي اسلامي اصولو لپاره د عزم څرګندونه شوې۔په ټولو څانګو كښې د د اسلامي امت ترمينځه د مرستې زياتولو عزم شوې۔د اتحاد٬يو والي و انساني او مادي وسيلو زياتولو او د خلكو خېرښېګړی لپاره په استعمالولو اتفاق شوې۔د تېرو پنځوس كلونو په مهال د شريكو ګټو تحفظ د غړو هېةوادونو د منصفانه مقاصدو دفاع او په خاص توګه د اسلامي نړۍ د چېلنجونو مخ نيوي لپاره د او آئي سي هڅې ستائېلې شوې دي۔په مذاكراتو٬ثالثۍ او تفاهم او د امن په نورو طريقو د شخړو د حل په ضرورت زور راوړلې شوې۔په دې لړ كښې د پاكستان لخوا د 23-2022 په مهال د او آئي سي د وزارتي كنفرنس د رابللو د تجويز هركلې شوې۔د فلسطين په مسئله او د القدس شريك په مركزيت يو ځل بيا زور راوړولو سره د دې د اصولي او د فلسطيني اولس د خپلواكۍ د جائز حق په هره كچه د ملاتړ روان ساتلو او په دې لړ كښې د خنډ لرې كولو په غرض په ھڅو اتفاق شوې۔القدس شريف د فلسطين رياست د مقبوضه فلسطيني خاورې يو نه ماتېدونكې برخه ده او د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې هغه دې قابض اسرائيل د خپل استعماري طرز عمل څخه نع كړي او د نړيوالو قوانينو په عملي كولو دې مجبور كړ شي۔په اعلاميه كښې د كشمير خلكو سره د يو والي څرګندونه شوې۔په اعلاميه كښې د هند لخوا د پاكستان د فضائي حدودو په خلاف ورزۍ او د دې څخه مسافر الوتكو ته په ورپیښو خطرو او د هند لخوا د په 9 مارچ 2022 د سپر سونك مېزائل د لانچ څخه په سوئېلي آسيا كښې امن او سلامتيا ته په ورپېښو خطرو سخته اندېښنه وښودلې شوه او پاكستان سره په شريكو تحقيقاتو زور راوړلې شو۔په سوئېلي آسيا كښې استحكام لپاره د پاكستان مهم كردار تسليمولو او د ملګرو ملتونو د اصولو په بنياد د سيمه ايز امن ودې لپاره د هغه كردار او هڅې وستائېلې شوې۔په اعلاميه كښې د مالي٬افغانستان٬صوماليه٬سوډان٬كوټ ډيوائر٬كوموروس٬جبوتي٬بوسنيا او هرزيګووينا او د جمو كشمير اولس او د ترك قرص سره د يو والي څرګندونه شوې۔
د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې اعلاميه جاري كړې شوه
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر