اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين خېبرپښتونخوا كښې آرزان او د سهولت بازارونو د لارې وګړو له په رعايتي بيعه ضروري څيزونه وركولو په اړه د خزانې صوبائي وزير تيمورسليم خان جھګړا هڅې ستائېلې دي۔ د خزانې وزارت له مخې وفاقي وزير سره د نهې په ورځ د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمورسليم خان جھګړا ليدلې دي۔صوبائي وزير وفاقي وزير ته د صوبې مالياتي کارګردګي او په روانو پروژو بريفنګ وركړے ۔ملاقات كښې د افراط زر فشار او آرزانه بازارونو د لارې وګړو له د آسانيو وركولو اقدامات جاج واخستلے شو۔صوبائي وزير وفاقي وزير شوكت ترين د صوبې د ځينې مسئلو څخه هم خبر كړو۔دغسې خزانې وزير د صوبائي وزير کارګردګي وستائله او هغه له ئې د وفاقي حکومت د اړخه د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړ
مضمون کا ماخذ : گرم گرم