لاهور21 جون (اے پي پي)پخواني صدر آصف علي زرداري وئېلي دي د پاكستان د ټولو مسئلو حل د چين سره په قوي رابطو كښې دے٬كه لوي څښتن ماته موقع راكړه نو د پاكستان ټول غېر استعمال شوي وسائل په كارولو به د دې ميوه تر هر پاكستاني ورسوم۔د نهې په ورځ بلاول هاؤس لاهور كښې د شهيدې محترمې بېنظيربهټو 69مې سالګرې دستورې ته د وېنا كولو په مهال آصف علي زرداري ووئيل ما 14 كاله په زندان كښې وخت ضائع كړے نه دې بلكې كتابونه مې لوستي دي٬زده كړې مې كړي٬د تاريخ لوسته مې كړې٬ ده ووئېل په زندان كښې به مې سوچ كوو٬كتابونه مې لوستل٬د انقلابونو او بېلو ټولونو علم تر لاسه كولو څخه مې خپل روح او ذهن مضبوط كړے۔په دې موقع د پيپلز پارټي د مينځني پنجاب سينئر نائب صدر رانا فاروق سعيد٬شهزاد سعيد چيمه٬د لاهور صدر اسلم ګل٬رانا جميل منج٬عزيز الرحمان چن٬فيصل مير او نور مشران هم موجود وو۔آصف علي زرداري ووئيل په ګوند كښې د ځوانانو راوستو ضرورت دے٬كله چې د ضياﺀ الحق په دور كښې سينئر مشرانو د شهيدې بېنظيربهټو ملګرتيا پرېښوده نو هغه مهال بي بي شهيدې د پاكستان پيپلز پارټي په سينټرل ايګزېكټو كمېټۍ كښې ځوانان شامل كړل۔ده ووئيل ځوان كل ته وائيم چې هغوي د محترمې بېنظيربهټو شهيدې دوه كتابونه ډاټر اف دی ایسټ او ری کنسلئیشن ضرور ولولي
د پاكستان د ټولو مسئلو حل د چين سره په قوي رابطو كښې دے ۔آصف علي زرداري
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ