APP27-140223
ISLAMABAD: Feburary14 – A parliamentary delegation of Ivory Coast, led by the President of the National Assembly of Ivory Coast, Mr. Adama Bictogo, call on President Dr. Arif Alvi, at Aiwan-e-Sadr. APP/MAF/TZD/ABB
اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) پاکستان او آئ??ور?? کوسټ د معيشت ٬ تجارت او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه هم??ارۍ ته د ودې وركولو عزم كولو سره دوه اړخيزه اړيكې زياتولو له په اعلی كچه د تبادلو د ډاډګيرنې كولو په حاجت زور راوړے دے۔ صدر مملکت ډاکټرعارف علوی سره د آئيوري كوسټ پارليماني پلاوي د قومي اسمبلۍ صدر اداما بکټوګو په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقعه د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف هم موجود وو۔ د پلاوي هركلي كولو سره صدر مملكت ووئ??ل پاكستان ائيوري كوسټ يو مهم هېواد ګڼي او د خپلې “انګېج افریقا” پالېسۍ لمخې افريقائي هېوادونو ته وده وركول غواړي۔ ده زياته كړه چې دواړه هېوادونه يو بل سره غوره اړيكې لري كومو له به چې د پرمختګ په عمل كښې د يو بل مرسته كول وي۔ صدر مملکت ووئيل چې پاكستان كال 2004 څخه تر كال 2017 د یو اېن او سی آئی لاندې په ائيوري كوسټ كښې د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې مهم كردار ترسره كړے۔ صدر مملكت ووئ??ل پاكستان د کووېډ-19 په فعاله توګه مخنيوې كولو سره سره د ترهګرۍ په لعنت كاميابۍ سره قابو موندلې دې۔ صدر مملکت د آئ??ور?? کوسټ مشرتابه لپاره د نېكو هيلو څرګندون?? وكړه او هيله يۍ ښكاره كړه چې د پلاوي دا دوره به دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو كښې يو مهم قدم ثابت شي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې اداما بکټوګو ووئيل چې زمونږ د هېواد مشرتابه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې پاكستان سره اړيكې لا غوره كول غواړي۔ ده صدر مملكت د خپل هېواد لخوا د معيشت بهترۍ لپاره د پورته كړې شويو اقداماتو په اړه خبر كړو۔ ده زياته كړه چې پارلیمنټرېنز له به دوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيكې ښه كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ ده په تود هركلي د پاكستان حكومت او په غوره مېلمستيا د صدر مملكت منن?? وكړه۔