اسلام آباد 19 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د ډېرو اقتصادي موقعو او صلاحيتونو څخه استفادې كولو لپاره به د برېښنا كمې لرې كول وي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د انرژۍ په اړوند بېلا بېلو منصوبو د پېشرفت جاج اخستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ پرله پسې هلې ځلې تر كال 2018 هېواد څخه د برېښنا يوازې كمې لرې كول نه بلكې تر كال 2022ء 30 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كول هم دي۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د برېښنا پېداوار لپاره دومره لويه سر??ايه كاري شوې چې مقصد ئې خپل حاجتونه ترسره كول او د سباؤن غوښتنو ته پام لرنه كول دي۔ وزيراعظم په دې خبره افسوس څرګند كړو چی د تېرو 15 كلونو په مهال بېلو حكومتونو دې مسئلې ته پام نه دې كړې۔ وزيراعظم ووئيل د برېښنا پېداوار زياتولو سر?? به اقتصادي پرمختګ زيات شي۔ او صنعتي هلې ځلې به لا تندې شي۔ وزيراعظم ووئيل د منصوبو په وخت ترسره كول باوري كولو له زه پخپله په روانو منصوبو د پېش رفت جاج اخلم۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د توان منصوبه زمونږ د اقتصادي وژن محور دے۔ په دې عمل درآمد او د توان منصوبو ترسره كولو په لړ كښې به هېڅ بې غوري ونه زغملې شي۔ ده ووئېل د برېښنا پیداوار زياتېدو سر?? به اقتصادي پرمختګ او صنعتي هلې ځلې لا تندې شي۔ غونډه كښې پاكستان كښې د برېښنا روانو منصوبو ګنجائش او مودې په اړه بشپړ بريفېنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شوو د 7 څخه تر 8 زره مېګاواټ برېښنا شارټ فال په مقابل كښې تر مارچ 2018ء به نزدې 10996 مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله كړې شي چې ورسره به لوډشېډنګ ختم شي۔ غونډه كښې د خزانې ??فاقي وزير اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف، د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شریف، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی او نورو چارواكو ګډون كولو
زمونږ د انرژۍ اړتيا تر سره كولو عمل په لاړ كښې بې غوري كول به په هېڅ صورت ونه زغملې شي
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی