د آئيني حکومت لرې كول يا د غېر آئيني حكومت اخوا كولو هڅې جرم دے ٬ په ټرانسجينډر بل د سينيټرمشتاق احمد د بدلونونو حكومت ملاتړ كوي۔ د قانون وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان كائره سره خبري كنفرنس
Monopoly Big Player official link
APP50-220922
ISLAMABAD: September 22 Federal Minister for Law and Justice Azam Nazir Tarar addressing the press conference along with Adviser to PM for Kashmir Affairs Qamar Zaman Kaira at PID. APP
اسلا?? آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د آئيني حکومت لرې كول يا د غېر آئيني حكومت اخوا كولو هڅې كول جرم دے ؟٬ د پنجاب وزيراعلٰې د صوبې د يو پوليس افسر كه د قانون له مخې ريليو كړے ؤ نو دا به ښه وه٬ دا قانوني ذمه واري هم ده٬ د ټرانسجينډر قانون په كال 2018 كښې منظور شوے، د جماعت اسلامي سينيټر مشتاق ا??مد د دې قانون د ناسمه استعمال لاره نيولو لپاره بدلونونه به پارلمان ته وړاندې كوٶ، حكومت د دې بدلونونو ملاتړ كوي، د ټرانسجينډر قانون په ټول عمل كښې د اسلامي نظرياتي كونسل رائے هم شامله وه، د شرعي عدالت پرېكړه به من و عن تسليموٶ، د ټرانسجينډر ميډيکل پحقله هم د شرعي عدالت لارښوونې ته اړتيا ده، د دې قانون د لارې د ټرانسجينډر حقونو ته تحفظ وركړے شوے۔ د زيارت په ورځ كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر الزمان کائره سره په ګډه په پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د قانون وزير ووئيل د ټرانسجينډر په قانون د دوو كالو نه پس په سېكشن 3 او فور ځېنې خبرې رامخې ته شوي٬ د سينيټر مشتاق ا??مد د بدلون يو پېكېج معرفي كړے٬ په دې كښې مناسب بدلون كول به د ميډكل بورډ پرېكړې سره مشروط كولې شي٬ په دې معامله په ايوان كښې غور روان ٶ چې په وفاقي شرعي عدالت كښې دوه درخواستونه دائر كړے شول، ده ووئېل موجوده حکومت خپل ځواب داخل كړے چې كه د قانون په شق كښې بدلون ضروري وي نو د پارلمان د لارې دې وكړے شي۔ ده ووئيل دا يو تاثر وركړے كېږي چې هم جنس پرستي زياتېږي، د هم جنس پرستو ودونه كېږي، د ميډيکل معذورۍ خاتمې لپاره سرجري په ماضي كښې هم كېدلې٬ ده ووئېل يوه خاكه راښكلې شوې چې ټول قانون ناسمه دے۔ ده ووئيل په دې قانون كښې د ځواجه سرا تعريف درج دے، د اتلسو كالو په عمر كښې د شناختي كارډ جوړولو په وخت د جنس ليكل، امتيازي سلوك نه منع كولا و جنسي هراسيت جرم ګرځولے شوے٬ دغسې په جبر چړ غوښتلو لپاره سزا مقرر كړے شوې٬ د شريعت له مخې صنف ته دې په وراثت كښې برخه وركړې شي، زده كړه كولو لپاره مناسب ماحول د وركولو وئيلي شوي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس نه هم دا اميد لرو چې ټرانسجينډر د پاکستان برخه دي ، په ټولنه كښې د ټرانسجينډر د حقونو خلاف ورزي او زړه ازارول پكار نه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وراثت په معامله هم د ټرانسجينډر حق پكار دے٬ شرعي عدالت دې په دې لړ كښې تشريك وكړي۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر الزمان کائره ووئيل سوشل ميډيا د ناسمه خبرونو مركز جوړ شوے ٬ د ناسمو خبرونو خپرولو د لارې ټولنه ګمراه كولې شي٬ دا قانون په كال 2018 كښې منظور شوے، د جماعت اسلامي سينيټر دې د قانون غلط استعمال لاره نيولو لپاره بدلون پارلمان ته وړاندې كړي٬ ده ووئېل دا معامله قائمه كمېټۍ ته سپارلې شوې ٬ كه د مشتاق ا??مد بدلون منظور كړے شي نو قانون به هم ھغه پاتې وي٬ په قانون كښې چې كوم سقم دے د ھغې لرې كولو لپاره بدلونونه وړاندې كېږي۔ ده ووئيل كه د يو سياسي ګوند حكومت وي نو د ھغې په كابينه او د اتحادي حكومت د كابينې په شمېر كښې فرق وي٬ خاص مرستيالو لپاره كومه جلا اعزازيه يا مراعات نه وي٬ په دې چارو بلا جواز او بې بنسټه پروپېګنډه روانه ده