اسلام آباد۔23نومبر(ا?? پی پی)د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي ??ئي??ي دي چې د نومبر په 24مه نېټه د بېلاروس د پلاوي او په 25 مه نېټه د بېلاروس د ولسمشر د دورې په تناظر کښې به اسلام آباد په هر ډول محفوظ جوړولے شي ٬ هر هغه تن كوم چې په اسلام آباد کښې د امن وضعې ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي٬ دا ځل به په اسلام آباد كښې قانون خپل لاس كښې اخستونكے كوم وګړے بېرته لېږلے نه شي۔ د داخله چارو وفاقي وزير د پوليس فورس مورال لوړولو لپاره د خالي په ورځ پوليس لائنز ته لاړو۔ په دې موقع وفاقي وزير په پوليس لائنز كښې خپل خطاب كښې و??ئي?? د نومبر په 24مه نېټه د بېلاروس پلاوي او په 25م نومبر د بېلاروس ولسمشر د پاكستان دوره كوي ٬ د دې په تناظر کښې به مونږ له په هر صورت اسلام آباد محفوظ ښار جوړول وي٬ ده و??ئي?? پولیس فورس له به دا باوري كولو له د یو ټیم په توګه کار كول وي۔ محسن نقوي و??ئي?? هر هغه څوک چې د اسلام آباد امن او امان ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي ٬ دا ځل چې څوك هم په اسلام آباد کښې قانون په لاس کښې اخلي هغه به بېرته لېږلے نه شي۔ ده وویل چې د خلکو ٬ د پولیس او قانون نافذونکو افسرانو ژوند په مونږ زيات ګران دے۔ ده هدايت وكړو چې د وظیفې ترسره كولو په مهال به تاسو له ټول حفاظتي سامان كارول او احتياطي تدبيرونه اختيارول وي۔ پوليس فورس له به هېلمټ او حفاظتي جېكټس هم كارول وي۔ محسن نقوي و??ئي?? دا ځل به هیچا ته په وفاقي پلازمینه کښې د امن وضعيت ته د زيان رسولو اجازه وركولې نه شي٬ امن په ځاے ساتلو او د وګړو د ځان او املاك حفاظت له به ټول ممكنه اقدامات كول?? شي۔ په دې موقعه د اسلام آباد آئي جي ٬ چ??ف كمشنر ٬ ډي آئي جي اسلام آباد ٬ پوليس او ګڼ شمېر پوليس افسران موجود وو۔
د اسلام آباد امن ته زيان رسوؤنكے هر وګړے به ګرفتارولے شي ٬ قانون په لاس كښې اخستونكے به بيرته ليږلے نه شي٬ د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي
MG Electronics official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر