اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پی پی) د چين وزیراعظم لی چیانګ او د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق ترمينځه د نهې په ورځ ملاقات وشو۔ د قامي اسمبلۍ س??كر??رېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي اړيكو په لا پراخه كولو صلاح يوه شوه۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په دې موقع ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې كوربتوب پاكستان لپاره درناوے دے۔ اياز صادق ووئيل چين د پاكستان د باور وړ او مخلص ملګرے دے او پاكستان چين سره په ملګرتيا وياړي۔ سپيكر ووئيل د اېس سي او فورم څخه به سيمه ايزې مرستې ته ود?? او سيمه ايز استحكام ته تقويت ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان د اېس سي ا?? پلېټ فارم ته زيات اهميت وركوي ، دې غونډې سره به په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته شي۔ د پاك چين راهدارۍ ذكر كولو سره د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د سی پېک من??وبې دواړو هېوادونو لپاره خصوصي اهميت لري۔ په ملاقات كښې سيمه ايز امن او استحكام لپاره په ګډه د هڅو په كولو هم اتفاق وشو۔ سپيكر ووئيل په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د تعليمي او سائنسي مرستې زيا??ول?? په حاجت هم زور راوړو۔ په ملاقات كښې د توان څانګه كښې د شريكو من??وبو په اهميت هم خبرې وشوې۔ سپيكر ووئيل په ټېكنالوجي او ډيجيټل معيشت كښې مرستې سره ب?? اولس ته زياته ګټه ورسي۔ سپیکر ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه د پارليمان په كچه به مرست?? او په سباؤن كښې د پارليماني پلاويو تبادلې ته وده وركولې شي۔ په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ او چينائي پارليمان ترمينځه د رابطو په زيا??ول?? هم موافقه وشوه۔ ده ووئيل د چين وزيراعظم اوسنۍ دوره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم پېش رفت ثابت شي
د چین وزیراعظم لی چیانګ سره د قامي اسمبلۍ سپيكر ملاقات ، د دواړو هيوادونو ترمينځه د تجارتي اړيكو په لا پراخه كولو اتفاق
फॉर्च्यून रैबिट आधिकारिक मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز