اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سفارت دوره كړې او په پاكستان كښې د ايران سفير سره ئې د چورلكې په پېښه كښې د صدر ابراهيم ر??يسي، خارجه وزير ??سې?? ا??ير عبداللهيان په مړينه غمرازي څرګنده كړې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د خبرو په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زه د صدر ډاکټر سيد ابراهيم ر??يسي او خارجه وزير ??سې?? ا??ير عبداللهيان په شهادت دړدېدلے يم او د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنو كورن??و او د ايران اولس سره غمرازي لرم او زما دعاګانې د شهيدانو كورن??و او د ايران اولس لپاره دي۔ ده ووئيل صدر ډاکټر سيد ابراهيم ر??يسي يو عالم زيرك لارښود ٶ٬ نن پاكستان د خپل مخلص دوست څخه محروم شوے٬ د ارواښاد خپل قام سره سره د پاكستان او ايران اړيكو او د سيمه ايزې مرستې قو?? كولو لپاره خدمات به تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل تېره مياشت صدر رئيسي د پاكستان دورې په مهال دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كړې۔ په دې موقع وزيراعظم د ارواښادو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه ۔ په پاکستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم د وزيراعظم شهباز شريف او د پاکستاني قام په دې سخت وخت كښې ايران سره په يووالي مننه وكړه۔ ده ووئيل صدر ډاکټر رئيسي هم وزيراعظم شهباز شريف بهترين انسان او د ايران دوست ګڼلو او د ستاسو د جذبات او خبرو ئې قدر كولو٬ د ارواښاد ابراهيم ر??يسي د پاکستان ايران اړيكو د مضبوطيا او ودې وژن به روان ساتلے شي۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د ايران صدر په اعزاز كښې د سفارت په وزيټر بك كښې د غمرازۍ كلمات هم درج كړل۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سفارت دوره، د چورلكې په پېښه كښې د ايران صدر ابراهيم رئيسي، خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان په مړينه د غمرازۍ څرګندونه
Jeff and Scully Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان