اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي په انتخابي عمل كښې د مېرمنو فعاله كردار ضروري ګرځولو سره وئيلي دي مې??من?? اختيار منې جوړول مقدس فرض دے٬ د صنفي امتياز د خاتمې پېل د هر كور نه پكار دے، يواځې قوانين جوړېدو سره د صنفي امتياز خاتمه ناممكن ده٬ مېرمنو ته مساوي حقونه وركولو لپاره به مونږ له خپل سوچ بدلول وي۔ د ګل په ورځ د ساٶتھ اېشيا پارټنر شپ پاكست??ن او عورت فاٶنډېشن تر سېوري لاندې په “سياست كښې د مېرمنو شموليت” په سرخط پاليسي فورم ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل مې??من?? زمونږ د آبادۍ نيمه برخه ده او دوي اختيار منې جوړول مقدس فرض دے۔ ده ووئيل په اسلامي نړۍ كښې وړومبۍ مېرمن وزيراعظمه د پاکستان څخه وه۔ ده په انتخابي عمل كښې د مېرمنو شموليت لازمي ګرځولو سره ووئيل الېكشن كمېشن به د 16 دسمبر نه وړاندې د الېكشن شېډول اعلان كړي، ټاكنې به د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي او په دې اړه ??ا ته كوم شك نه دې لرل پكار۔ ده ووئيل د مېرمنو حقونو لپاره كار كوٶنكي تنظيمونه دې حكومت ته خپل وړاندېزونه وركړي٬ مې??من?? اختيار منې جوړول او د دوي حقونو لپاره چې څه هم ممكن وي حكومت به اقدامات كوي۔
په انتخابي عمل كښې د مېرمنو فعاله كردار ضروري دے٬ مېرمنو ته يو برابر حقونه وركولو لپاره به مونږ له خپل سوچ بدلول وي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي پاليسي فورم ته وېنا
R88 card game entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا