حكومت اولس دوسته بجټ وړاندې كړو٬ د درآمدات په مقابل كښې برآمدات زياتولو سره به مسئلې حل شي ٬ د سينيټ غونډه كښې د غړو څرګندونې


اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) د سېنېټ غړو وئيلي دي حکومت اولس دوسته بجټ وړاندې كړو ، په بجټ كښې عام وګړي ته ريليف وركولو ته خاص پاملرنه شوې٬ د صنعتونو مسئلې به حل كول وي ولې چې دا د هېواد په برآمدات كښې مهم كردار لري٬ مونږ له به د درآمدات په مقابل كښې برآمدات زياتول وي ٬ دې سره به د هېواد مسئلې حل شي٬ په ملازمانو چې د ټېكس كوم نوے بوج اچولے شوے هغې ته بايد بيا كتنه وشي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د راروان مالي كال 2024-25 په بجټ بحث كښې سېنېټر سعدیه عباسي ووئيل حكومت برآمدات زياتولو له هم اقدامات وكړل۔ دې ووئيل د مسلم لیګ (ن) تېرو حكومتونو هم معيشت ښه كولو له كار كړے ؤ او معيشت ئۍ ښه كړے ؤ ۔ دې ووئيل مونږ له به د درآمدات په مقابل كښې برآمدات زياتول وي او دې سره به د هېواد مسئلې حل شي۔ دې ووئيل د رېکوډک په څير لويو منصوبو ته به وړومبۍ پام لرنه كول وي۔ دې لويو منصوبو سره به هېواد ته سرمايه كاري راشي او د روزګار نوې موقعې به رامخې ته شي۔ سېنېټر ډاکټر زرقا سهروردي تېمور ووئيل خرڅونه به كمول وي او حكومت له به د دې پېل له خپل كور څخه كول وي ٬ دې سره به حالات ښه شي۔ دې ووئيل په بجټ كښې د مزدورانو تنخا زياته شوې ٬ دا ښه خبره ده خو په ملازمينو چې كوم نوے ټېكس لګولے شوے هغې ته به بيا پام كول وي۔ په سېنېټ كښې د جمعيت علماﺀ اسلام سېنېټر مولانا عطاﺀ الرحمن ووئيل حكومت دې په بجټ كښې عام وګړي ته ريليف وركولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل حكومت دې بجټ اولس دوسته جوړ كړي۔ سېنېټر ډاكټر زرقا سهروردي تېمور ووئيل په بجټ كښې عام اولس ته كم او اشرافيه ته زياته پام لرنه شوې۔ ده ووئيل په سركاري ملازمينو په خاص توګه ګرېډ 1 څخه تر ګرېډ 16 ټېكس كښې زياتوالے شوے ۔ دې په حكومتي خرڅونو كښې د كمي كولو په حاجت هم زور راوړو۔ د مسلم ليګ (ن) سېنېټر ناصر بټ ووئيل حكومت اولس دوسته بجټ وړاندې كړو او د معاشي ستونزو باوجود ئۍ د ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښې په زړه پورې اضافه وكړه۔ ده ووئيل د كال 2018-2022 په مهال د پي ټي آئي حكومت د لاسه د رامخې ته شوو كمزوريو به لرې كولو كښې به وخت لګي۔ د تحریک انصاف سېنېټر محسن عزیز په اشرافیه او شتمندو د نېغ په نېغه ټېكس لګولو په ځائے د بالواسطه ټېكس په زياتولو په حكومت ټكونه وكړل۔ ده ووئيل حكومت له به عملي ګامونه پورته كولو سره د ټېكس بنياد لا پراخه كول وي۔