اسلام آباد۔3نومبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د انشورنس محتسب د امر په ضد د پاك قطر فېملي تكافل لمېټډ په درخواست پرېكړه اورولو سره امر كړے دے چې انشورنس كمپنۍ دې صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بېرته وركړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې درخواست په اړه ووئيل چې انشورنس پالېسيو سره د ايجنټانو د ګټو تصادم انكشاف باوري كړې شي۔ انوار الحق (شکایت كوؤنكي) په فروری 2017 ء كښې کمپنۍ سره د 45 لکه روپ?? پالېسي واخسته۔ ده تر كال 2022 ء كلن پریمیم باقاعدګۍ سره اد?? كړل۔ ده 45 لکه روپۍ جمع كړې?? د ??اوړه حالاتو له امله ده د ټولو جمع كړې پريميم سره د منافعې اخستو خواست وكړو خو رقم ده ته ترلاسه نه شو۔ په دې ده وفاقی انشورنس محتسب ته رجوع وكړه۔ محتسب كمپنۍ ته د 43 لكه روپو اد?? كولو هدايت وكړو۔ كمپنۍ د محتسب د حكم په ضد صدر ته خواست وكړو۔ صدر د كېس اورېدنه وكړه ?? د ??ريقېنو دلائل اورېدلو څخه وورستو يۍ پرېكړه اورولو سره وئيل دا منلې شوې حقيقت دے چې كمپنۍ شكايت كوؤنكي څخه 45 لكه روپۍ اخستې دي كوم چې كمپنۍ په كاروبار كښې ولګولې۔ په دې يۍ منافع ترلاسه كړه۔ شكايت كوؤنكي په دې منافع كښې يوې برخې څخه محروم كول به ناانصافي و??۔ كمپنۍ دې د پالېسيو خرڅولو په وخت صارف د ايجنټانو ګټو څخه خبر كړي۔ دې دې د كمېشن په اړه هم خبر كړے شي۔ صدر مملكت د پاك قطر فېملي تكافل خواست مسترد كولو سره انشورنس كمپنۍ ته صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بېرته وركولو هدايت وكړو۔
صدر مملكت عارف علوي د انشورنس محتسب د امر په ضد د پاك قطر فيملي تكافل درخواست مسترد كړو٬ انشورنس كمپنۍ ته صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بيرته وركولو هدايت
Fairy Tale Beauty Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز