بیجنګ۔17اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د پاكستان چين سره د ورورولۍ اړيكې تر ټولو مهم تړون دے٬ پاكستان به چاته د دې اړيكو اغېزمنده كولو اجازه ورنه كړي٬ سی پېک يو ګېم چېنجر م??صو??ه ده كومې چې د وروستو پاتې او كمزورې طبقې د سماجي او اقتصادي پرمختګ لاره هواره كړې، دا د چين او پاكستان ترمي??ځه د تزويراتي باور عكاسي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د چين دورې په مهال چینائي تھنک ټېنک او سکالرز ته خطاب كښې وكړه۔ نګران وزیراعظم ووئيل په دوه اړخيزه مباحثه كښې شاملېدل ما لپاره زيات مهم دي او دا مباحثه په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ لس كلونه ترسره شوي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان به چاته هم د دې اړيكو اغېزمنده كولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل سي پېك يوه فلېګ شپ م??صو??ه ده كومه چې د پاك چين تزويراتي همكارۍ عكاسي كوي۔ ده ووئيل سي پېك د دوه اړخيزه اقتصادي ا?? تجارتي اړيكو سمبول دے۔ ده ووئيل د سي پېك له امله د تې??و لسو كلونو په مهال د پاكستان سماجي معاشي منظرنامه بدله شوې ۔ ګلګت څخه تر كراچۍ او ګوادار بندر ځايونو د پاكستان په سماجي او اقتصادي لېنډ سكېپ كښې بدلون رامخې ته كېږي۔ سی پېک د پاكستان بنيادي اډانې ته جدت وركړے٬ د دې م??صو??و له امله زمونږ ځوانانو ته د روګار موقعې ترلاسه شوې۔ده ووئېل سی پېک يو ګېم چېنجر م??صو??ه ده چې ورسره به د وروستو پاتې او كمزورې طبقې د سماجي او اقتصادي پرمختګ لاره هواره كړه۔ ده ووئيل زه نسبتاً کم پرمختګ كړې صوبې سره تعلق لرم او سي پېك بلوچستان لپاره هم سوكالي راوړې ده۔ ده ووئيل سی پېک افغانستان او د سيمې نورو هېوادونو لپاره هم موقعې معارفي كړې دي۔ چین او پاکستان ګوادر د سيمه ايزو رابطو مركز جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل مونږ سي پېك څخه استفاده كوؤنكو نوو همكارانو ته هركلے وايوو۔ دا سنټرل اېشیا او مډل ایسټ لپاره هم يوه ګټوره م??صو??ه ده۔ ده ووئيل د سي پېك د لارې مونږ د 800 کلومیټر نوو سړكونو او ست??و لارو نېټ ورك خپور كړے دے٬ په نېشنل ګرډ كښې 8000 مېګاواټ برېښنا شامله شوې او دوه لكه څخه زياتې د روزګار موقعې رامخې ته شوي ٬ دا يوه ګېم چېنجر م??صو??ه ده۔ وزيراعظم د سي پېك په نوې پړاؤ كښې چينائي سرمايه كارو ته د ګرين انرجي په م??صو??و كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي پاكستان صنعتي پاركس او انډسټريل زونز جوړولو له چینائي مادل څخه زده كړه كول غواړي۔ وزیراعظم ووئيل په سولر پارکس كښې سرمايه كاري كولو سره به پاکستان انرجی امپورټ بل کم شي او ماحول دوست توان به ترلاسه شي۔ ده ووئيل تر كال 2030 مونږ 65 فیصده د تجديد وړ توان ترلاسه كول غواړؤ۔ ده د كركيلې او د تجديد وړ توان په شمول بېلو څانګو كښې د چینائي سرمايه كارۍ او پاك چين همكاري خوشبينه وګرځوله۔ ده ووئيل زه به د ارومچی هم دوره كوم۔ ده ووئيل د سنکیانګ او ګلګت بلتستان ترمي??ځه تجارتي راهداري به لا ښه كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان 64 فیصده آبادي په 30 كاله عمر لرونكو ځوانانو مشتمل ده او په دوئي كښې 29 فيصده هغه دي چې عمرونه يۍ د 15 نه تر 29 كالو دي٬ دوئي به د هنر او ټېكنالوجۍ په كالو سنګارولې شي۔
د پاكستان چين سره د ورورولۍ اړيكې تر ټولو مهم تړون دے٬ د نګران وزيراعظم د چين تهنك ټېنك ته خطاب ٬ د چين سرمايه كارو ته په ګرين انرجي منصوبو كښې د سرمايه كارۍ بلنه
VIA Online Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا