کوئټه۔ 10اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د بلوچستان امن او پرمختګ ??اوري کولو لپاره د صوبې سماجي او اقتصادي پرمختګ ??روري دے، د خصوصي سرمايه کارۍ سهولت کونسل اقدامات څخه بشپړه ګټه پورته کولو لپاره د ټولو اړوندو څانګو ترمينځه همغږۍ ته اړتيا ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د پوځ سرلښكر جنرل عاصم منير سره د كوئټې دوره وكړه او د صوبايي اپېکس كمېټۍ په څوارلسمه غونډه كښې يې خاص ګډون وكړو۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلی علي مردان خان ډومكي هم موجود ؤ ۔ د اپیکس كمېټۍ غونډې په مهال ګډون كوؤنكي د نظرثاني شوي نېشنل اېكشن پلان، لاﺀ انفورسمنټ آپرېشن ٬ د قاچاق او منشيات په ضد په بلوچستان كښې د روان آپرېشنز ٬ سي پېك او نان سي پېك يا نجي منصوبو كښ?? د ??ار كوؤنكو بهرنيو وګړو امنيت او بلوچستان كښی د اېس آئي اېف سي اقدامات په اړه خبر كړے ش??و۔ په دې موقعه وزيراعظم د بلوچستان لخوا په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره د وفاقي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ د غونډې په مهال وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د بلوچستان امن او پرمختګ ??اوري کولو لپاره د صوبې سماجي او اقتصادي پرمختګ ??روري دے۔ د پاك پوځ سرلښكر په دې خبره زور راوړو چې پوځ به قانون نافذ كوؤنكو ادارو او نورو سركاري محكمو سره په ګډه د غېر قانوني فعاليتونو په ضد د بشپړ قوت سره كارروائي كوي دغسې چ?? د ??سائلو د لوټ كوؤنكو او د دوئي د فعاليتونو له امله هېواد ته د رسېدونكي معاشي زيان لاره ونيولے ش??۔ وزيراعظم ووئيل د وفاق په كچه د اېس آئی اېف سی لاند?? د ??ورته كړے ش??و ګامونو د هرې يوې صوبې په خلقو بايد اثر وليدلے ش??۔ ده ووئيل بلوچستان بلها قدرتي پنګې لري او د كانو??و كنستو او معدنيات څانګې پرمختګ ??ره به د سيمې خلقو لپاره معاشي هلې ځلې او د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل د كركيلې او آئي ټي په څانګه كښې سرمايه كارۍ پلو به هم پام ګرځول وي۔ وزيراعظم ووئيل دې اقدامات څخه بشپړه ګټه پورته كولو له د ټولو محكمو ترمينځه همغږۍ ته اړتيا ده۔ ګډون كوؤنكو د دې عزم پخلے وكړو چې ریاستی ادارې ٬ سركاري محكمې او اولس د صوبې پرمختګ ??و سوكالۍ لپاره يو موټے دي۔ دې څځه وړاند?? د ??زيراعظم او د پاك پوځ سرلښكر كوئټه ته په رسېدو نګران وزیراعلیٰ او د بلوچستان كور كمانډر هركلے اووې۔ په غونډه كښی د پاك پوځ سرلښكر ، نګران وزیراعلی ، نګراں داخله وزير، د نګران صوبائي كابينې غړو او د عسكري ادارو اعلی چارواكو ګډون كولو۔
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د پاك پوځ سرلښكر عاصم منېر سره د كوئټې دوره ٬ د صوبائي اېپكس كمېټۍ غونډه كښې خصوصي ګډون
MT online entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج