اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مارګله ایونیو منصوبې پرانسته وكړه۔ 10.4کلومیټره ستره لاره جي ټي روډ څخه اسلام لپاره متبادل لاره برابروي۔ دا ستره لاره سنګجانی څخه تر ډی 12 رسېدلې ده٬ ??ه دې منصوبه 2 اربه 69 کروړه 91 لکه روپۍ مصرف كړې شوي دي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د دې منصوبې په باضابطه توګه پرانسته وكړ??۔ په دې موقعه داخله وزير رانا ثناﺀ الله ٬ د قومي اسمبلۍ پخواني غړي محمد حنیف عباسی، ډاکټر طارق فضل چوھدری، انجم عقیل خان او د مسلم ليګ (ن) پېنډۍ لارښود موجود وو۔ وزیراعظم ته ??ه دې موقعه بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې ??ه دې منصوبه كار د كال 2021 جون مياشت كښې پېل شوے وو۔ تېر كال دسمبر مياشتې كښې د دې د بنياد تيګه كېښودلې شو??۔ په دې منصوبه كښې د شاہ اللہ دته په مقام يو انډر پاس شامل كړے شوے دے۔ دې لارې سره جي ټي روډ سنګجاني څخه تر ډي 12 د سفر دورانيه د څو دقيقو پاتې شوې ده۔ د دې له امله په سري نګر هائي وے د ټرېفك فشار كم شوے دے۔ ??ه دې موقعه وزيراعظم ته د دې منصوبې ماډل هم وړاندے كړے شو۔
وزیراعظم شهباز شریف د مارګله ايونيو منصوبې پرانسته وكړه
HB Electronics Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ