باغ 23 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په جي۔20 کنفرنس كښې ګډون نه كوٶنكو هېوادونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي ??ند په نړيواله مسلمه شخړيزه سيمه مقبوضه سرينګر كښې د کنفرنس د لارې خپل مقصد ترلاسه كولو كښې ناكامه راغلے ، کشميريانو مودي ته ستغ ځواب وركړے٬ ??ند دې د دا ډول ډرامې كولو په ځاے د ملګرو ملتګونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميريانو هيلو تر مخه د رائے شمېرو حق وركړي، تر څو چې ??ند د پنځم اګست كال 2019 يو اړخيزه اقدامات بېرته وانخلي مذاكرات نشي كېدے، تل به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو كښې دوي سره ولاړ يو، پاکستان امن پسند هېواد دے او ??ند په ترهګرۍ كښې ككړ دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په سرينګر كښې د جي-20 ??نف??نس تابيا په ضد عظيمې اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل په دې اجتماع كښې د آزاد کشمير او پاکستان څخه د سياسي ګوندونو مشران ګډون كوي ٬ زه د دوي مننه كوم او په احتجاجي جلسه كښې د کشميريانو په لويه شمېر په ګډون كولو هم د دوي مننه كوم۔ خارجه وزير ووئيل ما په يو كال كښې په هر فورم د كشميريانو موثره غږ پورته كړے، کشميريانو سره د پېړو تعلق لرم او زه د خپلې كورنۍ درېم نسل يم څوك چې د كشميريانو نمائندګي كوي۔ ده ووېيل ??ند ګڼي چې مونږ به كشميريان هېر كړو٬ مونږ د شهيدانو وارثان يو، ټول ژوند مو د كشميريانو د هڅو ملګرتيا كرې٬ ده ووئېل ملګرو ملتونو خپلو قراردادونو كښې د كشمير مسئله او د?? سيمه متنازعه تسليم كړې، کشميريانو ته د رائيئے حق وركولو نه غېر دا مسئله نشي هوارېدې ۔ ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د رائے شمېرو٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو تحفظ او د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو چې مرسته كوو نو ??ند مونږ ترهګر ګرځوي، ده ووئېل مونږ ترهګرۍ ځپلې يو٬ مونږ ترهګر نه يو ترهګرۍ ځپلې يو او د شهيدانو نمائندګي كوٶ، كله چې مونږ مودي ته قاتل او قصاب وايو نو ھغه چغې وهي٬ كله چې ??ند ته آئينه وښودلې شوه نو ??ند په احتجاج شروع وكړه٬ د ??ند اصل څېره بې نقابه شوې ٬ ده ووئېل ھغوي د پاكستاني خارجه وزير د سر بيعه مقرر كړې آيا دا كار ترهګر كوي ي?? سياسي ګوندونه ٬ اصل ترهګر ??ند دے۔ ده ووئيل د كشميريانو په هلو ځلو د ??ند اصليت بې نقابه شوے ۔ ده ووئيل د جي-70 پلس چائنه او د او آئي سي د غونډو پشمول په هر فورم د كشميريانو غږ پورته كړې شوې ۔ ده ووئيل په اېس سي او كښې ??ند ته ښكاره لار نشو وركولې، په دې ??نف??نس كښې مو د ګډون په مهال هندي اولس او ميديا ته نېغ په نېغه حقائق ښودلي٬ دوي ته مو ووئيل چې كشميريانو او د مسلمانانو پحقله دوي ته دروغ وئيلي كېږي، ده ووئېل مونږ ترهګر نه يو٬ امن پسند يو او امن غواړو، په سمجھوته اېکسپرېس بريد او په ګجرات كښې ترهګري خپرونكي ترهګر دي ٬ په ??ند كښې شدت پسند تنظيمونو د مسلمانانو پشمول په اقليتونو او په دلت ژوند حرام كړے ۔ده ووئيل ??ند دې ترهګري پرېږدي نو مونږ ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له تيار يو، مونږ د کشمير ترقي او خوشحالي غواړو۔ ده ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د نهه لكه هندي عسكرو په موجودګۍ كښې به سېلګري څنګه وده وكړي، مقبوضه کشمير زندان جوړ كړے شوے ، كه ??ند له دلته سېلګرۍ ته وده وركول وي نو كشميريانو ته دې د رائے شمېرو حق وركړي ٬ ده ووئيل کشميريان به د آزادۍ خپلو هلو ځلو كښې كاميابيږي٬ د نړۍ يو طاقت ٬ هر ظلم او چالونه د دوي د آزادئ لاره نشي نيولې٬ ھغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به د رائے شمېرو د لارې د آزادۍ خپل حق ترلاسه كړي، دوي به د ټوپك٬ دهشت او د طاقت په زور نه بلكې په جمهوري ډول د رائے شمېرو خپل حق ترلاسه كوي۔ ده ووئيل تش په نامه جمهوري هېواد ??ند كشميريانو ته د رائے شمېرو د حق وركولو نه ېرېږي۔ ده ووئيل د ھغه هېوادونو مننه كوم چا چې د ملګرو ملتونو تسليم شوو قراردادونو له مخې اصولي موقف په خپلولو د سرينګر په متنازعه سيمه كښې د جي۔20 سېلګرۍ په ??نف??نس كښې ګډون نه دې كړے٬ د چين٬ تركيه او سعودي عرب مننه كوم چا چې د مودي بلنه مسترد كړې او كوم هېوادونه چې په دې ??نف??نس كښې ګډون كوي ھغوي هم لږ نمائندګان رالېږي دي او په احتجاجي توګه په دې كښې شريك شوې دي۔ ده ووئيل د دې ??نف??نس تابيا د لارې د ??ند مقصد ترسره شوے نه دے٬ ??ند نړۍ ته دا ښودل غوښتل چې په مقبوضه كشمير كښې حالات د معمول له مخې دي خو په ناكام ??نف??نس ئې اصل څېره بې نقابه شوې ۔ د دې نه وړاندې باغ ته په رسېدو د خارجه وزير تود هركلے وكړے شو
هند په نړيواله شخړيزه سيمه مقبوضه سرينګر كښې د کنفرنس د لارې خپل مقصد ترلاسه كولو كښې ناكامه راغلے۔ د خارجه وزير بلاول بهټو په سرينګر كښې د جي-20 كنفرنس تابيا په ضد اولسي اجتماع ته وېنا
Dinner food online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش