اسلام آباد۔1مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بارانونو صورتحال په اړه وفاقي او صوبائي ادارو ته د چمتو پاتې كېدو او د وګړو مرستې له د ټولو وسائلو كارولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې چې د اولس د ژوند او مال تحفظ اولنۍ ترجيح ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ??ېشنل ډيزاسټر مېنجنمنټ اتھارټي او صوبائي ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټيز ته د صورتحال بشپړه څارنې كولو هدايت كړے دے۔ وزيراعظم ??دايت كړے چې وفاقي ادارې دې د صوبايي حكومتونو او څانګو سره په ګډه كار وكړي، ?? خلكو د تحفظ او مرستې لپاره چې څه ته هم اړتيا وي هغه دې اولس ته وركړے شي۔ خلق دې په سمدستي توګه محفوظو سيمو ته منتقل كړې شي۔ وزيراعظم ??ېنشل هائي وے اتھارټي او نورو اړوندو ادارو ته د بېن الصوبائي سترو لارو د مانيټرنګ ٬ په لسبېله كښې د كوئټه كراچۍ سترې لارې ٬ په بولان كښې په كوئټه سبي لويه لاره د ټرېفك روان ساتلو او اولس لپاره آسانۍ برابرو??و له د فعاله انتظ??ما??و باوري كولو هدايت كړے دے۔ وزيراعظم ??ئيلي چې د اولس د ځان او مال تحفظ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ د بارانونو په صورتحال نظر سات??و له دې اولسي خذمت سره اړوندې ټولې څانګې چمتو پاتې شي٬ دوئي دې قومي جذبې او د ذمه وارۍ احساس سره كار وكړي۔ وزيراعظم اولس ته هم خواست وكړو چې د موسمي شدت صورتحال كښې احتياطي تدابير خپل كړي او حكومتي ادارو سره مرسته وكړي۔
د وزيراعظم د بارانونو صورتحال په اړه وفاقي او صوبائي ادارو ته د چمتو پاتې كيدو او د وګړو مرستې له د ټولو وسائلو كارولو هدايت٬ د اولس د ژوند او مال تحفظ لومړۍ ترجيح ده
UG Sports Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز