اسلام آباد۔7مارچ (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په زده كوؤنكو زور راوړے چې هغوي خپل ذهني ص??اح??تونه لا ښه كړي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل ك??دا?? ترسره كړي۔ ده د نهې په ورځ د کېډټ کالج جعفرآباد بلوچستان زده كوؤنكو او عملې سره خبرې كولې كومو چې په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔ د زده كړو اهميت په ډاګه كولو كښې صدر ووئيل قامونو سائنس او زده كړو ته د پام لرنې سره پرمختګ كړے۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې ??ه پاكستان كښې 22 ملينه كوچنيان سكولونو څخه بهر دي او بلخوا د منطقې هېوادونو د پرائمری انرولمنټ شرح نزدې 100 فيصده ته رسولې۔ ده ووئيل د دې موشومانو سكولونو ته راوستلو له به كوټلي ګامونه پورته كول وي۔ ص??ر په كالج انتظاميه زور راوړو چې هغه ځوانانو ته د رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجۍ لكه انټرنېټ آف تھنګز، روبوټکس، ورچوئل رئیلټی او مصنوعی ذهانت تربيه وركړي كومه چې د ژوند په هره څانګه پراخه اطلاق لري۔ ده په زده كوؤنكو زور راوړو چې هغوي خپلو سبقونو ته خاص پام وكړي او د پاكستان ??ه پرمختګ كښې خپل ك??دا?? ترسره كړي۔ ص??ر ته ووئيل شول چې كېډټ كالج جعفر آباد په 5 مارچ كال 2009 جوړ كړے شوے ؤ ۔ په كالج كښې د 7 م نه تر 12م ټولي كلاسونه اخستې شي ٬ دې كالج څخه تر دې دمه د دولسم جماعت 8 انټريز (نزدې 570) پاس آؤټ شوي دي۔
طالبعلمان بايد د خپلو ذهني صلاحيتونو زياتولو سره د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ٬ ډاكټر عارف علوي
Bali vacation APP game platform website
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب