اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شري?? وئيلي دي د اتحادي حكومت د سختو پرېكړو په سبب هېواد د ديواليه كېدو څخه ساتلے شوے ٬ د پاكستان معاشي صورتحال په حقله په ناسمه معلومات خپرولو سره د بې بنسټه كړكېچن كېفيت راپېدا كولو ناوړه هڅ?? روانې دي، حکومت د هېواد معيشت مستحكمولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوموړي نړيوال انويسټمنټ بينکنګ اينډ کيپيټل مارکيټس فرم جيفريز (Jefferies) پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې دوي سره د نهې په و??ځ ملاقات كولو ۔ د ملاقات په مهال د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم موجود ٶ ۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل اتحادي حکومت د سياست پرواه نه كولو سره هېواد د تېرو څلورو ??ال?? په مهال د نااهلو د ناكردو نه بچ كړے او ګراني كمولو او عامو وګړو ته ريليف وركولو لپاره هم په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل حكومت د بهر تجارتي زيان كمولو لپاره هڅ?? كوي او پاکستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته و??ه و??كولو لپاره سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه سهولت وركوي۔ وزيراعظم د جېفريز پلاوي هركلے كولو سره دوي ته په پاكستان كښې د خپل دفتر پرانستلو بلنه و??كړه۔ په دې موقع پلاوي د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد ته د رامخې ته چېلنجونو موثره مقابله كولو او هېواد د معاشي استحكام په لاره روانول خوشبينه وګرځول
هېواد د ديواليه كېدو نه ساتلے شوے٬ د پاكستان معاشي صورتحال په حقله په ناسمه معلوماتو خپرولو د بې بنسټه كړكېچن كېفيت راپېدا كولو ناوړه هڅې روانې دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د جېفريز پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
Elf's Wish APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس