دادو 27 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي سیلاب ځپليو سيمو كښې د ریسکیو او ریلیف کار روان دے، سیلاب ځپليو له 42 اربه روپۍ وركړې شوي، سندھ كښې پاتي ځپليو له ب?? هم ډيرې زر 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر وركړې شي، دا وخت د نمبر ګیم یا جلسې ،جلوسونو نه بلکه د ځپليو د مرستي دے ، د نړيوالې ورورولۍ او د دوست هېوادونو مننه كوو چا چې په دې سخت وخت كښې زمونږ مرسته كړې ، مونږ له به په ګډه پاکستان عظیم هېواد جوړول وي، د ټولو وسائلو او صلاحیتونو په كارولو به په دې چيلخجونو قابو ومومو۔ده د نهي په ورځ د دادو دورې نه پس ميډيا سره خبرې كولي۔د سندھ وزیراعلی سید مراد علی شاہ او د صوبائی کابینې غړي ههم ده سره ملګري وو۔وزیراعظم شهباز شریف ووئيل سهون شریف ت?? هم تللے ووم ،اوس دادو ته راغلم،هر ځائې او??و تباهي كړې، سهون شریف او دادو كښې او?? هم او??ه ولاړي دي، 1600 څخه زياتو كسانو پشمول ماشومان په حق رسيدلي ، 13 لک??ه څاروي هم په او??و كښې لاهو شوي، ده ووئېل په لكهونو ايكړه زمكه ولاړو فصلونو ته زيان رسيدلے،ګڼ شمير كورونه تباه شوي۔ده ووئيل پاکستان ته د او??ني سيلاب له امله 30 اربه ډالره زيان رسېدلے ، د ټولو شتمندو كسانو د زړه نه مننه كوم كومو چې د ځپليو مرسته كړي۔ده ووئيل صوبائی حکومتون?? هم كار كوي ، سندھ كښې وزیراعلی سید مراد علی شاہ په مشرۍ كښې حکومت د ځپليو هر ممكن مرسته كوي، ده ووئېل د ځپليو د خيمو كلي جوړ شوي،د خوراك څښاك څيزونه ځپليو ته ورسولې كېږي،وسله وال ځواكونه ،پی ډی ایم ایز او نوري ادارې كار كوي۔ده ووئيل 3 کروړه 30 لک??ه كسان د سیلاب له امله ځپلې شوي،ټول پاكستان د ځپليو مرسته كوي۔ ده ووئيل سړكونه ، د ریلوے پلونه په سيلاب كښې پريوتي دي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې وفاق او صوبو له په ګډه كار كول دي، بايد د سیاست څخه پرهیز او په ګډه كار وكړو،دا مهال نمبرز ګیم نه،د ځپليو مرستې ته اړتيا ده۔ده ووئيل په ثمر قند كښې د اېس سی او هېوادونو په غونډه كښې ما د پاکستان د سیلاب صورتحال وړاندې كړے،كوم هېوادونه چې په دې سخت وخت كښې زمونږ مرسته كوي د هغوي مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د وېنا په مهال ما پاكستان كښې د سيلاب او دې سره رامخې ته شوې ستونزي نړۍ ته وړاندې كړي، نړۍ په دې سخت وخت كښې چې زمونږ كومه مرسته كړې د هغې مننه كوو ، نوري مرستي ته اړتيا ده۔ده ووئيل درجه حرارت زياتيدو سره موسم بدلېږي، په درجه حرارت زياتيدو كښې د پاکستان يو فیصد برخ?? هم نشته۔ده ووئيل ځپليو له تر او??ه 42 اربه روپۍ وركړې شوي او هرې ځپلې كورنۍ له 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر وركړې كېږي ، د سندھ کومي سيمي چې پاتې شوي هغوې له ب?? هم ډيره زر 25 زره روپۍ مرسته وركړې شي۔ده ووئيل مونږ له به پاکستان عظیم هېواد جوړول وي، ټول وسائل او قوتونه به كارولې شي،دا د مصیبت وخت دے ٬ د دې به په مړانه مقابله كوو
سیلاب ځپليو له 42 اربه روپۍ وركړې شوي، سندھ كښې پاتي ځپليو له به هم زر تر زره 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر وركړې شي۔وزیراعظم شهباز شریف
Roulette 1-Sky Blue Official Platform
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria