اسلام آباد 15 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان ميډيکل کمېشن آن لائن منصوبه به د صحت نظام لپاره يو لوي اقدام وي٬ پاکستان كښې متروکه وقف املاك بورډ زمكه په رعايتي بيعه نجي څانګې له د روغتون جوړولو لپاره به وركولې شي،يونيورسل هيلتھ کارډ سره به پاکستان كښې د صحت څانګه كښې بدلون راشي۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم پي اېم سي آن لائن سسټم پرانسته وكړه او وزير اعظم ته د پي اېم سي په اړه بريفنګ وركړے شو۔دا نظام به د صحت څانګه 21مي پيړۍ تقاضو سره برابر كړي،وزيراعظم د پي اېم سي آن لائن سسټم په جاري كولو ډلي له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل د دې جديد نظام سره به د ميډيکل کالجز کارکردګي ښه كولو له مرسته تر لاسه شي۔زمونږ حکومت د صحت عامه لپاره هيلتھ کارډ جاري كړے ۔ د صحت څانګي لپاره ضروري ده چې د ډاکټرانو تعليمي معيار ښه كرے شي۔ده ووئيل تير وخت كښې به غريب وګړي لپاره د صحت آسانۍ نه وي۔مونږ صحت کارډ جاري كولو سره غريبانانو له هم دغه آسانۍ وركړي ،پنجاب كښې به د سږ كال تر آخر ټولو كورنيو له صحت کارډ وركړے شي او خېبر پښتونخوا كښې 100 فيصده آبادۍ ته دا آسانۍ ترلاسه دي۔وزيراعظم ووئيل د جمهوريت ودي لپاره ميرټ مهم دے ۔ده ووئيل پي اېم سي نظام به په 21مه پيړۍ كښې د خپل صحت نظام ښه كولو له مهم پيشرفت ثابت شي، په وړومبي ځل د ريګوليټر په وړاندي ډاکټر، زدكوونكي رامخې ته كوو۔ د بده مرغه پاکستان كښې د ميډيکل کالجز كاركردګي لاندي روانه ده،د بده مرغه د ريګوليټر کار نه كيدو او د افرادي قوت معيار خرابيدو۔وزيراعظم ووئيل په نړۍ كښې پاکستان ميډيکل کالجز يو ساکھ لرلو ، اوس هغه مخ په خرابيدو دي او نړۍ زمونږ ډګرۍ مسترد كوي ۔ده ووئيل په وړومبي ځل مونږ يونيورسل هيلتھ کوريج پلو روان يو،خېبر پښتونخوا كښې دا 10 فيصده باوري شوے، پنجاب كښې به سږ كال تر آخر دا ونيورسل کوريج پېل شي او دې سره به پاکستان كښې بدلون رامخي ته شي۔پرائيويټ سيکټر به هم كليو كښې ښه روغتونونه جوړ كړي۔ ده ووئيل د متروکه وقف املاك بورډ زمكه به په آرزانه بيعه نجي روغتونو جوړولو لپاره وركولې شي۔پي اېم سي آن لائن د يو داسې ريګوليټري باډي ډيجيټلائزيشن عکاسي کوي كومه چې به د 21مي پيړۍ جديدو تقاضو سره همغږي لري ۔پي اېم سي به آن لائن ډاکټرانو ، ډينټيسټ ، زدكوونكو او نورو له آسانۍ وركوي چې هغوي د خپلو كورنو څخه آن لائن لائسنس ، اسناد او شناخت لپاره درخواست وركړي
وزير اعظم عمران خان د پي اېم سي آن لائن سسټم پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو