کوېت۔29نومبر(اے پی پی) نګران وزیراعظم ??نوار الحق کاکړ وئيلي دي پاكستان كوېت سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت، توان، آئی ټی، معدنیات او سرمایه کارۍ په شمول پياوړې اقتصادي رابطې په ځاے كولو ته اړتيا ده۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم ??فس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم ??نوار الحق كاكړ د كوېت ولي عهد شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نګران وزيراعظم كوېت سره د پاكستان د اړيكو په اهميت رڼا اچولو سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو كښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ وزیراعظم ?? دواړو هېوادونو ترمينځه په ګڼ اړخيزه فورم په نزدې مرستې د اطمینان څرګندونه وكړه۔ ده د روغتيا ٬ امنيت او انفراسټركچر څانګو كښې د پاکستاني افرادي قوت بھرتۍ لپاره د كوېټ د اقدامات ستائنه وكړه۔ د کوېت ولی عهد پاكستان سره د اړيكو لا مضبوطولو او پراخه كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ نګران وزيراعظم ??ا مهال د كوېت په دوه ورځنۍ سركاري دوره دے چې بنيادي مقصد يۍ شپږو لسيزو څخه راروانې دوه اړخيزه اړيكې په اقتصادي اړيكو بدلولو له په بېلو څانګو كښې همكاري زياتولو له د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كول دي
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كوېت ولي عهد شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره ملاقات
MG online entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل