اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې په تيرو څو کلونو کښې د شوګر رنځ كښې تر خطرناک حده زياتوالې رامخې ته شوې دې او دا مهال زمونږ هېواد د شوګر زيات شمېر رنځوران لرونكې د نړۍ درېم او د مډل ايسټ او افريقا 21 هېوادونو په فهرست كښې دويم هېواد دے۔ د شوګر د نړيوالې ورځې په مو??ع د قامي اسمبلۍ سپيكر په خپل پېغام كښې وو??يل په پاكستان كښې د شوګر د رنځورانو شمېره 3 كروړ 30 لكه څخه زياته شوې ده كومه چې يوه خطرناکه خبره ده٬ ده وو??يل د دې ??رځې د لمانځلو اصلي مقصد د شوګر ناروغۍ په اړه اولسي شعور بېدارول دي۔ ده د طب په څانګه كښې د فرېډرك بېنټنګ خذمات ستائلو سره وو??يل د انسولين ايجاد د شوګر رنځورانو لپاره له كوم نعمت څخه كم نه دے۔ د قومي اسمبلۍ سپیکر راجه پروېز اشرف وو??یل چې شوګر رنځ د خپلې پېچلتیا له امله د نورو ناروغیو په مقابله كښې زيات خطرناک ګڼل کېږي۔ ده وو??يل په پاکستان کښې هم دا رنځ تندۍ سره خپرېږي۔ ده وو??يل د خپل ژوند په معمولات كښی مثبت بدلون راوستلو او په خوراك كښې احتياط كولو سره د دې رنځ مخنيوې كېدې شي۔
په تېرو څو كلونو كښې د شوګر رنځ كښې تر خطرناك حده زياتوالې رامخې ته شوې دې ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف
Entrance to the shopping and entertainment platform
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha