اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې د ټېکس نېټ زياتول د حکومت په ترجيحاتو کښې شامل دي، زيان سره د مخ كارپورېشنز نجكارۍ عمل دې ټولې قانوني تقاضې ترسره كولو سره تند كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د فېډرل بورډ آف ريونيو او پرائيوټائزيشن ډويژن په اړه د لوړې كچې غونډه د شورؤ په ورځ وشوه۔ غونډه كښې د خزانې او محصولات نګران وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر ٬ د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه ٬ د خزانې سېكتر ٬ هواباز?? سېكتر ٬ د نجكار?? سېكتر ٬ د اېف بي آر چيئرمېن او د نورو اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ نګران وزيراعظم ته د فېډرل بورډ آف ريونيو او نجکاری ډويژن د كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې ګډون ك??ؤن??و ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د ټېکس نېټ زياتول د حکومت په ترجيحاتو کښې شامل دي۔ ده ووئيل فېډرل بورډ ريونيو د حك??متي مشينرۍ مهمه برخه ده۔ ده هدايت وكړو چې ټ??كس اصلاحاتو له دې ټولې اړوندې ادارې په ګډه كار وكړي۔ ده ووئيل زيان سره د مخ كارپورېشنز نجكارۍ عمل دې ټولې قانوني تقاضې ترسره كولو سره تند كړې شي او ټول وفاقي وزارتونه دې نجكاري ډويژن سره بشپړه مرسته وكړي۔ غونډې ته د اېف بي آر چارواكو لخوا ووئيلې شوو چې اېف بی آر د حك??مت لخوا د 9415 ارب روپو وصولولو ټاكلي هدف ترسره كولو عزم لري۔ د روان كال جولائي كښې د 534 اربه روپو هدف په مقابله كښې 538 اربه او اګست كښې د 648 اربه روپو په مقابله كښې 669 اربه روپۍ وصولې كړې شوې۔ دغسې اېف بی آر د 10 لكه نوې ټ??كس ورك??ؤن??و په سسټم كښې د راوستلو په هدف كار كوي۔ د روان كال په مهال يو لك 82 زره نوې كسان ټ??كس ورك??ؤن??و كښې شامل كړې شول۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې په انټېګرېټډ ټرانزټ ټرېډ مېنجمنټ سسټم هم حکمت عملی جوړولې شي۔ په کسټمز ډیجیټلائزشن كار روان دے۔ غونډې ته د نجكاري ډويژن لخوا ووئيلې شوو چې د ادارو د نجكارۍ حوالې سره به ټولې قانونې تقاضې ترسره كولې شي
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د فېډرل بورډ آف ريونيو او نجكاري ډويژن په اړه د لوړې كچې غونډه
Table game entertainment platform official website
APP70-060923
ISLAMABAD: September 06 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting on Federal Board of Revenue and Privatisation. APP/TZD/ABB
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ