اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي) د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ سائنسز اينډ ټېكنالوجي په اړه د بريفنګ اغستو غونډه د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې وشوه۔په غونډه كښې د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ سائنسز اينډ ټېكنالوجي رېكټر پروفيسر ډاكټر فضل احمد خالد بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د سوسائټي فار پروموشن آف انجينئرنګ سائنس اينډ ټېكنالوجي فريد رحمان٬ايګزېكټو ډائرېكټر شكيل دراني او د حكومت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې صدر د پوهنتون انتظامې ته ووئيل صنعتي روابطو او نړيوالو پوهنتونونو سره مرستې ته وده وركړې چې دغسې د هغوي د پوهې څخه استفاده وكړې شي۔ده ووئيل د خاص زده كوونكو لپاره دې د اېچ اي سي پالېسي باوري كړی شي۔ده پوهنتون ته ووئيل چې خپل وژن اپ ډېټ كړې او خپل اهداف سر كولو لپاره ټائم لائنز جوړ كړئ۔ده ووئيل پوهنتونونو له مصنوعي ذهانت ته د پام لرنې كولو سره د سائبر سېكورټي په څانګه كښې د مهارت زياتولو د لارې د هېواد ضروريات ته د ترجيح وركولو ضرورت دے
د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ سائنسز اينډ ټېكنالوجي په اړه د بريفنګ اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن