اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د سندھ نه پس پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه 40 كسان مړه شوي كومو كښې چې 25 په وېنټي لېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 2 زره 158 كسانو کووډ۔ 19 ټېسټ مثبت راغلي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كووډ-19 ټول 34 زره 216 ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كووډ-19 نه په مجموعي توګه 9 لکه 22 زره 929 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې دا مهال كوم رنځور په وېنټيلېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د اېكټو كېسونو شمېره 52 زره 752 او د ځپليو 9 لکه 98 زره 609 ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا د لاسه په مجموعي توګه 22 زره 928 كسان مړه شوي دي۔ هېواد كښې د كورونا 1 کروړ 55 لکه 59 زره 684 ټېسټونه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې د كورونا درملنو له بېل كړې شويو 639 روغتونونو كښې د 2 زره 823 رنځورانو درملنې روانې دي
د 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 2 زره 158 نوې كېسونه ٬ 40 كسان مړه ٬ اېن سي او سي
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania