پېنډۍ ۔13نومبر(اے پی پی) د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه كښې د ترهګرو سره په نښته کښې يو ترهګر وژل شوے دے۔ د ډزو په تبادله کښې د پاکستان د پوځ دوه عسکر شهيد شوي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د 12 ٬ 13 نومبر د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په سیمه کښې د پاکستان د پوځ او ترهګرو تر منځ د ډزو تبادله وشوه، چې په ترڅ کښې یې د ترهګرو پټ ځايونه په نښه كړې شول۔ د ډزو په نتيحه كښې يو ترهګر ووژلے شو۔ د سختو ډزو تبادلې په نتيجه كښې سپاهي عبدالله (عمر: 25 کاله، مردان)، سپاهی محمد سهیل (عمر: 19 کاله، تهرپارکر) شهیدان شوي دي، په سیمه کښې د ترهګرو د موندلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي. آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د ترهه ګرۍ د ختمولو عزم لري او زمونږ د زړورو سرتيرو دغه شان قربانۍ زمونږ عزم مضبوطوي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج