اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي كونډې ته د انشورنس كلېم ادا كولو امر كولو سره د اسټېټ لائف ا??شورنس اپيل مسترد كړو ۔ د ایوانِ صدر پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې اسټېټ لائف ا??شورنس کمپنۍ كونډې ته د لائف ا??شورنس كلېم ادا كولو څخه انكار كړے وو۔ د اسټېټ لائف موقف دا وو چې متوفي په ترافيكي پېښه كښې نه ب??كې د مرګي رنځ دلاسه په حق رسېدلے۔ صدر مملکت د اسټېټ لائف مؤقف مسترد كولو سره د وفاقي محتسب احكامات په ځايې ساتلو سره ووئيل اسټېټ لائف دے مناسبې ضابطې خپلې كړي او بد انتظامي دې ختم?? كړي۔ صدر مملکت ووئيل كوم ثبوت نه دے وړاندې كړې شوې چې متوفي د مرګي رنځ د لاسه مړ شوے دے۔ صدر مملكت ووئيل بد انتظامي ثابت شوې له دې كبله اسټېټ لائف دې په دېرش ورځې كښې دننه شكايت كوؤنكې ته كلېم ادا كړي۔ د تفصيلات له مخې د رېحانه بي بي متوفي خاوند اكرم مسيح 20 كالو لپاره د 3 لكه روپو لائف ا??شورنس پا??ېسي واخسته۔ اكرم مسيح په يوه ترافيكي پېښه كښې مړ شو٬ د مرګ نه وروستو د ده كونډې د انشورنس دعوی وكړه۔ مېرمنې وفاقي محتسب ته رجوع وكړه او هغه د دې په حق كښې حكم جاري كړو۔ اسټېټ لائف د محتسب په ضد صدر ته اپيل وكړو۔ صدر مملكت حقائق نظر كښې نيولو سره د اسټېټ لائف ا??شورنس اپيل مسترد كړو۔
د صدر عارف علوي كونډې ته د انشورنس كليم ادا كولو امر٬ د اسټيټ لائف اپيل مسترد
Apollo Rise APP download
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری