اسلام آباد 17 اپریل (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي هېواد ته د روغتيا او تعليم په څانګو كښې رامخې ته شويو چېلنجونو مخ نيوي لپاره جامع حكمت عملي وضع كولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي چې د سكولونو ته تلونكي درې كروړه څخه زيات ماشومان د سكولونو څخه بهر دي٬دې ماشومانو ته تعليم وركول يو چېل??ج دې دا يوازې د روايتي طريقو څخه حل كېدې نه شي بلكه د دې لپاره ډيجيټل او آن لائن زده كړو طريقو كارولو ته وده وركول پكار دي۔صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د يونيسف لخوا په پاكستان كښې د پورته كړې شويو اقداماتو په اړه د بريفنګ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔د يونيسف كنټري ريپريزنټيټو عبدالعزيز فاضل غونډې ??ه په پاكستان كښې د روغتيا او تعليم په څانګو كښې د يونيسيف كردار او كاميابو په اړه ووئيل۔د ګل په ورځ په اي??ان صدر كښې د بريفنګ په غونډه كښې د يونيسف د پوليو چيف هامش ينګ٬د لوړو زده كړو چيف اي??ن وان كالمتهائوټ٬چيف واش هيلي ګاشا او نورو ګډون وكړو۔د يونيسيف كنټر ريپريزنټيټو غونډې ته د سېلاب څخه په ماشومانو په لويه پېمانه اثرات او د يونيسف لخوا د سېلاب ځپليو سيمو ماشومانو لپاره وركړی كېدونكې مرستې په اړه خبر كړو۔ده ووئيل چې د خوراك كمي ښكار 134779 م??شومان د درملني لپاره اندراج كړي٬د دې نه علاوه 1194940 ماشومانو ته د خسره په ضد حفاظتي ټيكې لګولې دي۔په دې موقع صدر مملكت ووئيل چې د دماغي روغتيا٬غذائيت كمي او د معذوري روغتيا ډېرې مسئلې دي كومو ته چې په سمدستي توګه پام كول او د دې مسئلو مخ نيوي لپاره د حكومت لخوا د سمدستي پريكړو ضرورت دې۔صدر مملكت د پاكستان روغتيا او تعليم په څانګو كښې د يونيسف مرسته وستائېله
سكولونو ته تلونكي درې كروړه ماشومان د سكولونو څخه بهر دي٬دې ماشومانو له تعليم وركول يو چېلنج دې۔د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د يونيسف لخوا پورت كړی شويو ګامونو په اړه بريفنګ غونډه
Ten times victory APP game platform website
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز