اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم وزير زاهد اکرم دراني وئيلي دي په نړۍ كښې تل پاتي امن لپاره د فلسطين پشمول د ټولو تصفيه طلب مسئلو سپېځلے حل ضروري دے٬ پاکستان به په سيمه ايز او نړيوال فورم د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كولو لپاره د فلسطيني اولس اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ جاري ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د فلسطين يووالي ورځ په موقع خپلو پېغامونو كښې كړې٬ دا ورځ هر كال د نومبر په 29مه نيټه د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې ګرده نړۍ كښې لمانځلې كېږي۔ په دې موقع سپيكر او دوهم سپيكر د فلسطين اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره د دوي د خپلواكۍ حق لپاره د پا??ستان د غېر متزلزل ??زم پخلے هم وكړو۔ دوي ووئيل پا??ستان د فلسطيني اولس د كال 1967 د وړومبنۍ پولې او القدس الشريف پ??يه تخت جوړولو د مطالبې ملاتړ كوي۔ د يادونې وړ ده د فلسطين يووالي ورځ د ملګرو ملتونو فلسطين لپاره په كال 1977 د منظور كړو قراردادونو له مخې لمانځلې كېږي
په نړۍ كښې تل پاتي امن لپاره د فلسطين پشمول ټولې تصفيه طلب مسئلې حل كول ضروري دي ۔ د سپيکر او دوهم سپيکر د فلسطين يووالي ورځې په موقع پېغامونه
Thai River Wonders APP game official website
مضمون کا ماخذ : رومن دولت