اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي د عمر??ن خان د توشه خانه څخه او د ممنوعه فنډنګ غلا نيولې شوې٬ اوس ھغه صادق او امين پاتې نه دے، د آئين په آرټيکل 63،62 كره نه پاتې كېدونكے يو كانديد هم په انتخابات كښې د برخې ??خستو جوګه نه وي، د مدينې د رياست غږ كونكې ټوله توشه خانه وخوړله خو دې د پوښتنې قدرې نشته٬ د عمر??ن خان په 9 حلقو په اتنخابات كښې برخه اخستل چېلنج كړے شوه ٬ كه ھغه له په انتخابات كښې د برخې ??خستو اجازه وركړې شوه نو د دې مطلب به دا وي چې په پاكستان كښې دوه قوانين دي٬ په شهباز ګل د تشدد بيانيه جوړولو سره عمر??ن خان اولس د نادانه كولو هڅه كوي٬ د توشه خانه ټول دستاوېزات پبلك كوٶ دغسې چې اولس ته د عمر??ن خان اصل څېره وښودلې شي ٬ چا له چې د ټانكونو په وړاندې سملاستل وٶ ھغه د شپې شپې د هېواد نه ښپې وېستلې دي۔ د شورو په ورځ نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د عمر??ن خان په 9 حلقو په اتنخابات كښې برخه اخستل او د نامزدګۍ په كاغذونو اعتراضونه كوٶ ځكه چې په اتنخابات كښې برخه اخستو سره هر كس له صادق او امين كېدل او د آئين په آرټيکل 63،62 كره ختل ضروري دي٬ داسې كس چې ټوله توشه خانه ئې خالي كړې او خپلې اثاثې ئې نه وي ډكليئر كړي ھغه څنګه په انتخابات كښې برخه اخستلې شي، ده ووئېل كه ھغه له په انتخابات كښې د برخې ??خستو اجازه وركړې شوه نو د دې مطلب به دا وي چې په پاكستان كښې دوه قوانين دي، يو د عمر??ن خان غوندې نازولو لپاره او بل د عامو وګړو لپاره، د زرګونو په شمېر د داسې كېسون?? مثالي وركړے كېدې شي چې په يوه مرله زمكه يا د لس زره روپو په بېنك اكاٶنټ په نه څرګندولو كانديدان نااهل كړے شوي ،ده ووئېل دلته الېكشن كمېشن خپله پرېكړه كښې ليكلي چې عمر??ن خان په ممنوعه فنډنګ كېس كښې پنځه بي??ن خلفي وركړي نو بيا يو جعلساز څنګه صادق او امين كېدے شي؟۔ ده ووئيل د عمر??ن خان او نواز شريف په كېس كښې د زمكې او آسمان فرق دے٬ نواز شريف د خپل زوي د كمپنۍ څخه د واجب الادا تنخا په نه اغستو او په اثاثو كښې په واضح كولو تاحيات نااهل كړے شوے٬ په دې لړ كښې بايد الېكشن كمېشن خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن چيف كشمنر عمر??ن خان لګولے٬ كه ??اق??ي عمر??ن خ??ن صادق او امين وي نو بيا عدالتي حكم امتناعي لپاره ولې منډې وهي ٬ خپله تلاشي او حساب ولې نه وركوي٬ ده ووئيل د پي ټي آئي صوبائي داخله وزير په شهباز ګل د تشدد په لړ كښې د عمر??ن خان د بيان ترديد كړے او وئيلي ئې دي شهباز ګل بېخي روغ دے او په ھغه تشدد نه دے شوے او كه ??اق??ي تشدد شوے وي نو د دې ذمه وار د پنجاب حكومت دے ځكه چې اډياله جېل د پنجاب حکومت په واك كښې دے۔ طلال چوهدري ووئيل په اصل كښې عمر??ن خان په دې ېره كښې دے چې كه شهباز ګل لكه د طوطي خبرې شروع كړې نو د ده هرڅه به ښكاره شي ٬ دې لپاره د شهباز ګل د تشدد بيانيه رامخې ??ه كوي دغسې چې بيا ووئيل شي چې په ھغه تشدد شوے او په زبردستۍ ترې بيان اخستلے شوے،ده ووئېل عمر??ن خان اولس نور نادان كولې نشي ٬ عدليه لپاره هم موقع ده چې پخپله پرېكړه نظر ثاني وكړي او په خپله لمن لګېدلے تور داغ لرې كړي
د عمران خان توشه خانه څخه او د ممنوعه فنډنګ غلا نيولې شوې ٬ اوس ھغه صادق او امين پاتې نه دے، د آئين په آرټيکل 63،62 كره نه پاتې كېدونكے يو كانديد هم په انتخابات كښې د برخې اخستو جوګه نه وي۔ د طلال چوهدري پرېس کنفرنس
Crazy Time Trusted Website
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ