لاهور 18 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود او وفاقي وزير ??واجه سعد رفيق وئيلي دي مسلم ليګ (ن) يو جمهوري ګوند دے٬ جمهوريت لپاره يو اوږد تاريخ لري او ډبرې هلې ځلې ئې كړي٬ مونږ د جمهوريت د بر لاسي خبره كړې٬ وړاندې مو هم د اولس پرېكړه منلي٬ نن ئې هم تسليموٶ٬ ګېم آن دے ٬ دي اېنډ نه دے، د عمران خان غوندې ژړا فرياد به نه كوٶ، راتلونكې لائحې لپاره د اتحادي ګوندونو غونډه رابللې شوې٬ په دې كښې به د سباون پرېكړې كېږي، دا د پاکستان تحريک انصاف په ګټلو چوكو الېكشن ٶ٬ زمونږ سياسي هڅې به روانې وي، د اخلاقيات لمن مو نه ده پرېښې٬ اتحاديانو سره په ګډه به مهمې پرېكړې كوٶ، لږ انتظار وكړې هر څه به راوړاندې شي۔ تېره شپه هنګامي پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل زمونږ مقابله د ګرانۍ سره وه٬ د بيعو زياتولو په ځاے تخښتېدلے هم شوو٬ خو د عمران خان د ګناهونو بوجه مونږ پورته كړو٬ خپل سياست مو په داٶ ولګولو او رياست مو بچ ك??و ٬ دا د معاشي بهترۍ جنګ ٶ۔ په دې موقع سردار اياز صادق او ن ليګ نور مشران هم موجود وو ٬ وفاقي وزير ??عد رفيق ووئيل عمران خان بيا دروغژن ث??بت شو ??كه چې په پوځ ٬ الېكشن كمېشن او پوليس د ټګۍ تورونه دروغ وٶ٬ مونږ ته غله وئېلې شوي چې اوس هم د اولس په ذهن كښ شته خو بيا هم ولاړ وو
وړاندې مو هم د اولس پرېكړه منلې ٬ نن ئې هم تسليموٶ٬ ګېم آن دے ٬ دي اېنډ نه دے، د عمران خان غوندې ژړا فرياد به نه كوٶ۔ وفاقي وزير سعد رفيق
Commission-free baccarat game card login portal
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش