اسلام آباد۔25دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د کرسمس په موقعه مسیحي ټولنې ته مبارکي وركولو سره وئيلي دي چې د اقلیتونو د حقونو ساتنه، خېر ښېګړه، پرمختګ او خوشحالي زموږ لو??ړۍ ترجيح ده ، دا د پا??ستان د ویاړ وړ مساوي وګړي دي، پا??ستان زموږ د ټولو دے او مونږ ټولو له به په ګډه پا??ستان لا ستر او لويے هېواد جوړول وي٬ د پا??ستان تحریک او وروسته تر دې دمه د تعلیم، صحت او نورو برخو ک??ې د مسیحي ټولنې مهم رول پاتے شوے دے۔ ده د شورو په ??رځ دلته په ??زیراعظم هاؤس اسلام آباد ك??ې د کرسمس ځانګړې دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د اطلاعاتو وزیر عطاﺀ تارړ هم وېنا وکړه او بشپ ډاکټر جوزف اشرف د کرسمس پیغام لوستلو سره واورولو٬ مسیحي ماشومانو ??رسمس نغمې وړاندې کړې۔ وزیراعظم په خپل خطاب کښې مسیحی ټولنې ته د کرسمس مبارکی ورکولو په ??هال وویل چې حضرت عیسیٰ (علېه السلام) د سولې داعي ؤ چې په ??رآن کښې يۍ ښكاره ذكر موجود دے٬ هغه د پاك پرورګار پېغمبر ؤ۔ ده وويل نن د بده مرغه د حضرت عیسیٰ د زېږېدنې په ځايې كښې بې ګناه ماشومان، مېرمنې، مشران ٬ ځوانان په بې رحمانه توګه وژلې كيږي۔ ده ووئيل مونږ له به د دې ورځې په ??ناسبت په ??وله نړۍ کښې چرته چې عیسائیان میشته دي، په ګډه په ??لسطين ك??ې د دې وينې توئيدل ختمولو له د خپل كردار ترسره كولو عزم كول وي۔ وزيراعظم ووئيل عيسی علېه السلام د امن پېغمبر ؤ ٬ د هغه مشن ته وده وركولو له په ??لسطين كښې جنګ بندول د روان وخت مهم ضرورت دے۔ وزيراعظم وويل په پا??ستان کښې مسیحی ټولنه امن او سکون سره ژوند كوي۔ ده ووئيل د پا??ستان تحریک او وروسته تر دې دمه د تعلیم، صحت او نورو برخو ک??ې د مسیحي ټولنې مهم رول پاتے شوے دے۔ ده وويل د وطن دفاع لپاره د دوئي خذمات او د كال 1965 او 1971 جنګ په شمول پاكستان لپاره ددوئي كردار به تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل نن د قائداعظم محمد علي جناح د زېږېدنې ورځ هم ده ٬ له دې كبله ددې ورځ اهميت لا سوا كيږي۔ ده ووئيل د بابائے قوم د اقليتونو په اړه دا بيان زمونږ لپاره د لارې مشال دے چې د اقليتونو د حقونو تحفظ او دې ته وده وركول زمونږ لو??ړۍ ترجيح ده٬ دوئي د پاكستان مساوي او د وياړ وړ وګړي دي٬ د دوئي خېر ښېګړه او پرمختګ زمونږ د ايجنډې بنيادي نقطه ده۔ ده په دې موقعه د كرسمس نغمې وړاندې كوؤنكو ماشومانو ستائنه وكړه۔ په دې موقعه وزيراعظم دستوره كښې ګډون كوؤنكو سره د كرسمس كېك پرېكړو او كرسمس نغمه وړاندې كوؤنكو ماشومانو سره يۍ ګروپ عكس هم واخست۔
د اقليتونو د حقونو ساتنه٬ خير ښيګړه ٬ پرمختګ او سوكالي زمونږ لومړۍ ترجيح ده: د وزيراعظم شهباز شريف د كرسمس خصوصي دستورې ته وينا
BNG electronic credibility betting APP
APP01-251224
ISLAMABAD: December 25 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses the ceremony, celebrating Christmas 2024. APP/ABB
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل