لاهور۔24نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې پي ټي آئي د هيواد د پرمختګ سفر سبوتاژ كول غواړي٬ د پي ټي آئي د باني د خوشې كولو يوازينۍ لار عدالتونه دي٬ علي امين ګنډاپور په خپله صوبه كښې امن په ځاے كولو كښې ناكامه شوے دے٬ د لارو په بندولو د اولس زحمت سره په مخ كېدو بخښنه غواړم٬ د انتشاري ډلې عزائم ناكامه كولو له ضروري اقدامات كولو ته اړتيا وه٬ پاكستان د پرمختګ په لاره روان دے ٬ سټاك ماركيټ مخ په ښه كېدو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په و رځ په ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده وو??يل په هېواد كښې د امن فضا په ځاے ساتل د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د 9 مئي پېښو څخه وروستو پي ټي آئي څخه د خېر تمه كېدې نه شي۔ ده وو??يل بار بار د احتجاج او دھرنو كال وركوؤنكي اولس مسترد كړي دي۔ ده وو??يل پي ټي آئي د دھرنو دلارې په هېواد كښې اړې ګړې رامخې ته كول غواړي۔ ده وو??يل د كے پي كے وزيراعلی امين ګنډاپور سره په وفاق او پنجاب د بريد غم شته او په پاړه چنار كښې د امن نه۔ د خېبر پښتونخوا سركاري وسائل جلسو او دھرنو لپاره كارولې شي۔ وفاقی وزیر وو??يل حكومت د كوم انتظامي ??كم د لارې د پي ټي آئي باني خوشے كولے نه شي ٬ هغه به دې لپاره په عدالت كښې خپل بې ګناه كېدل ثابتوي۔ ده وو??يل د پي ټي آئي د باني پ?? ضد په توشه خانه او القادر ټرسټ كښې نه رد كېدونكي شواهد موجود دي۔ ده فارن فنډنګ كېس تر 6 كالو ځنډولې ساتلې دې٬ بشر?? بی بی د ضمانت اغستلو باجود عدالت ته نه وړاندې كيږي۔ ده وو??يل دوئي په القادر ټرېسټ كېس كښې برطانوی حکومت څخه ترلاسه شوې 190ملین پونډ په قامي ??زانې كښې د جمع كولو په ځايې ذاتي ګټې لپاره وكارول۔ ده وو??يل پي ټي آئي د بدلون يو ګوند نه بلكه د يو تن د انتقام اغستو بھټۍ نوم دے ، دے 25 كروړه اولس سره هېڅ خواخوږي نه لري٬ كله چې هېواد پرمختګ كوي د ده په خېټه كښې دړد شي ولې چې دې د پاكستا?? پرمختګ او سوكالي هضمولې نه شي۔ ده وو??يل د پي ټي آئي په دور كښې ملګري هېوادونه خفه كړې شول۔ اولنے بريد يۍ په چين وكړو دغسې چې سي پېك ته زيان ورسولې شي۔ دويم دا چې كله يۍ حكومت ختمېدو نو په امريكا يۍ د سازش تور ولګولو او پاك امريكا اړيكو ته د زيان رسولو هڅه يۍ وكړه۔ درېم بريد يۍ د سعودي عربستان په اړه د بشری بي بي د درغو بيان د لارې وكړو او د پاك سعودي اړيكو زيانمن كولو هڅه وكړې شوه د كوم چې پاكستان سخته غندنه كوي۔ ده وو??يل پاكستان يو عام هېواد نه دے ٬ يو اتومي ??اقت دے٬ په 28 نومبر به وزيراعظم شهباز شريف 5 كلن اقتصادی ویژن قام ته وړاندے كوي۔ ده وو??يل په كال2047 كښې به پاكستان او هند د خپلې آزادۍ 100 كلن جشن لمانځي۔ هيله ده چې پاكستان به د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په صف كښې شامل شي او د پرمختګ په زغل كښې به خپل ګاونډي هېواد وروستو پاتې كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??يل دلارو د بندش له امله د خلكو ستونزو سره د مخ كېدو احساس لرؤ په دې معذرت كوو خوا داسې اقدامات د رياست حفاظت او په هېواد كښې امن په ځاے كولو له ضروري وو۔
پي ټي آئي د هيواد د پرمختګ سفر سبوتاژ كول غواړي٬ د پي ټي آئي د باني د خوشې كولو يوازينۍ لار عدالتونه دي: پروفيسر احسن اقبال
BSP Card Game Reputable Betting APP
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش