اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د دولت مشترکه عمومي سېكترې پيټريشيا سکاټ لېنډ وئيلي دي د پاکستان ځوانان د خپلو تخليقي صلاحيتونو سره د موسمياتي بحران باوجود خپل سباٶن روښانه كولې شي، بايد ځوانان د مصنوعي زېركتيا زيات شوي معاشي صلاحيت څخه ګټه پو??ته كولو لپاره د جديد ټيکنالوجي پوهه ترلاسه كړي۔ دې دا خبرې تل پاتي پرمختګ لپاره د پاليسي ادارې په اهتمام او د وزيراعظم ځوانانو لپاره پروګرام او د موسمياتي او ماحولياتي وزارت په همك??رۍ سره تابيا كړي سمپوزيم كښې وكړې كوم چې په پاکستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټري سټډيز (پي آئي پي اېس) كښې وشو۔ په دې موقع د وزيراعظم د موسمياتي بدلون مرستياله رومينه خورشيد عالم خاص مېلمنه وه او د کامن ويلتھ عمومي سېكتره پيټريشيا سکاټ لينډ او د وزيراعظم يوتھ پروګرام (پي ايم وائي پي) چيئرمين رانا مشهود احمد خان كليدي وېنا وكړه ۔ دستوره كښې د كاناډا هائي كمشنري ليسلي سکانلون او د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام نمائنده سي??وئيل رزک هم موجود ٶ۔ پيټريشيا سکاټ لينډ ووئيل نوې كول د موسمياتي بدلون د بدترينه اثراتو سره مخ كېدونكے وړومبے كول دے٬ دې ووئيل ستونزو سره په مخ قامونو د موسمياتي تباه ك??رۍ ټول بار اچول بې انصافي ده۔ دې ووئيل مصنوعي ذهانت به په نړيوال معيشت كښې ?? 15.7 ټريلين ډالرو اضافه وكړي او ځوانانو له دې څخه ګټه پو??ته كول پكار دي۔ دې ووئيل دولت مشترکه سليکون ويلي سره په ګډه د مصنوعي ذهانت يوه اكېډمي ج??ړه كړې دغسې چې ځوانانو ته تربيه وركړې شي۔ د دې نه وړاندې د اېس ډي پي آئي ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عابد قيوم سلهري٬ رومينه خورشيد عالم٬ رانا مشهود احمد خان سره سره د كاناډا هائي كمشنرې ليسلي سکانلون هم كليدي وېنا وكړه۔ په پائي كښې رومينه خورشيد عالم، د کامن ويلتھ عمومي سېكتري پيټريشيا سکاټ لينډ، داېس ډي پي آئي ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر عابد قيوم سلهري او نورو د يونېسف پاكستان لخوا د “كوپ آن مائي سټي” اقدام پېل وكړو۔
د پاکستان ځوانان خپلو تخليقي صلاحيتونو سره د موسمياتي بحران باوجود خپل سباٶن روښانه كولې شي۔ د دولت مشترکه عمومي سېكترې پيټريشيا سکاټ لېنډ سمپوزيم ته وېنا
Book of the Dead Entertainment Reliable Links
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز