اسلام آباد۔13جون(اے ??ی پی) وفاقي حكومت د مالي كال 2024-25 بجټ كښې د موسمياتي بدلون په اغيزو قابو موندلو له د يو شمير اقدامات اعلان كړے۔ د شورؤ په ورځ د مالي كال بجټ وړاندې كولو سر?? د ??زانې وفاقي وزير اورنګزېب ووئيل پاکستان د موسمتياتي بدلون سختو اغېزو سره مخ دے او حكومت په دې قابو موندلو له يو شمېر ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل پاکستان د موسمیاتی بدلون اتھارټی فعاله كوي او نېشنل کلائمیټ فنانس سټرټېجی به تر اکتوبر 2024 جوړه كړې شي چې مقصد ئۍ نړيوال موسمیاتی فنانسنګ پا??ست??ن ته راوستل دي دغسې چې په هېواد كښې د كاربن په اخراج كښې د كمي كولو منصوبې عملي كړې شي۔ ده ووئېل نېشنل ډیجیټل کلائمیټ فنانس مانټیرنګ ډېش بورډ به جوړولې شي كوم به چې د کلائمېټ فنانس په لړ كښې د ترلاسه كېدونكې بهرنۍ مرستې ډېتا مرتب كوي۔ حکومت په بجټ كښې ای بائیکس لپاره د څلور اربه روپو او د توان بچت كوؤنكو پكو لپار?? د ??وه اربه روپو بېلولو تجويز وړاندې كړے
د وفاقي حكومت د مالي كال 2024-25 بجټ كښې د موسمياتي بدلون اغيزو قابو موندلو له د يو شمير اقدامات اعلان وكړو
CMD sports entertainment reliable entrance
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری