اسلام آباد۔16مئی (اے پی پی)پاکستان ??و د برطانیي تر مېنځه د وسلو کنټرول او نه خپرولو په اړه د خبرو اترو 6 پړاؤ اسلام آباد كښې تر سره شو ۔ خارجه ایډیشنل سیکرټري محمد کامران ??ختر او د برطانیي د خارجه، کامن ویلتھ اینډ ډویلپمنټ آفس دفاع او نړيوالې سلامتیا لپاره ډائرېكټر سټیفن للي د خپلو خپلو پلاويو مشري وكړه ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياندې د اړخه جاري بیان ??ر مخه د خبرو اترو په مهال د وسلو په کنټرول، تخفيف او نه خپرولو په سر خط خبرې وشوې۔ فریقینو د نړيوالې او سيمه ايزې سلامتیا، نوې او رامخې ته كېدونكو ټیکنالوجیز بشمول د مصنوعي زيركتيا په پوځي استعمال او د جوهري ټیکنالوجۍ په امناكه كارولو په اړوندو مسائلو خپل خپل نقطه نظر شريك ك??و۔ د بیان ??ر مخه په دې خبرو كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د فرسټ کمیټۍ په ایجنډا، د وسلې په تخفیف کانفرنس سره سره د نړېوالې جوهري توانائۍ ایجنسي (آئی اے ای اے) او د کیمیائي وسلو د مخ نوي تنظیم (او پی س?? ډبلیو) په اړه چارې شاملې وې۔ بیان كښې لا ووئېل شول چې خبرې په زړه پورې ماحول كښې وشوې او دواړو هېوادونو د وسلو کنټرول، تخفیف او نه خپرولو اړوندو چارو په ګن اړخيزه فورمز د مرستې لا زي??تو??و عزم څرګند ك??و۔ د خبرو اترو تسلسل باوري كولو د ضرورت پخلي كولو سره فریقین د مشاورت 7 پراؤ راروان كال لندن كښې په ټاكلې نېټه تر سره كولو ته هم اتفاق وكړو ۔ د بیان ??ر مخه دا خبرې د پاکستان ??و برطانیي تر مينځه د دوه اړخيزه خبرو اترو يو باقاعدہ خصوصیت دے او دا دواړو هېوادونو ته د ع??لمي وسلو کنټرول او د تخفیف منظر نامې د جاج اغستلو او د سيمه اېزې او نړيوالې سلامتيا صورتحال په اړه د خبرو اترو موقع وركوي ۔
پاکستان او د برطانیه تر مينځه د وسلو کنټرول او نه خپرولو په اړه د خبرو اترو شپږم پړاؤ اسلام آباد كښې تر سره شو ، خارجه دفتر
Jane the Predator's Fortune Crypt Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ