اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو،خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې پاکستان يو امناكه هېواد دے چرته چې د قانون حکمرانی ده،په هېواد كښې د لاقانونیت اج??زه به چا له هم نه شي وركولې،ځينې كسان د سوشل میډیا پلیټ فارمز د تشدد راپارولو لپاره ??ست??مالوي، پاکستان چا له هم په هيڅ صورت د دې خبرې اج??زه نه وركوي چې د سوشل میډیا په پلیټ فارمز پاکستان كښې بے بنسټه او د دروغو ډنډوري وكړي، د دې پلیټ فارمز د اړخه كه د دې عمل مخنيوې ونه كړې شو نو ریاست به سخت اقدامات كوي??د زيارت په ورځ د وزیراعظم د مذهبي چارو خاص نمائنده حافظ طاهر محمود اشرفی سره پرېس کنفرنس ته وينا كښې نګران وفاقی وزیر ووئيل د آئین آرټیکل 19 ترمخه د رايو څرګندونې آزادی لا محدود نه بلکه قانون تابع ده،د دې ترمخه عدلیه، وسله والو ځواكونه او وروڼو هېوادونو په ضد تضحیك آمیز خبرو اج??زه نشته ۔ده ووئيل ځينې كسان د سوشل میډیا پلیټ فارمز د تشدد راپارولو لپاره ??ست??مالوي كوم چې د قانون په ضد هلي ځلي دي، حکومت به دې ډول غیر قانونی هلو ځلو په ضد د قانون له مخې سخته کارروائی کوي۔ وفاقی وزیر وئويل د سوشل میډیا پلیټ فارم د دې ذمه وارۍ څخه نه شي په شا كيدې چې ??ې زمونږ پلیټ فارمز كوم هېواد كښې دننه امن خرابولو او وګړي په تشدد راپارولو او كركي خپرولو لپاره ??ست??مال شي، سوشل میډیا پلیټ فارمز ایکس (ټویټر)، یو ټیوب، فیس بك د پروپیګنډا، دروغو ، سرکاری افسرانو کردار کشی او هراساں کولو لپاره پرله پسې ??ست??مالېږي،اړوندو کمپنیو له به دا عمل کنټرول کوي۔ده ووئيل پاکستان په هيڅ صورت كښې هم د دې خبرې اج??زه نه وركوي چې دا پلیټ فارمز به په پاکستان كښې بے بنسټه ، دروغو او ډنډوري وكړي،د دې پلیټ فارمز د اړخه كه د دې عمل مخنيوې ونه كړې شو نو رياست به سخت اقدامات كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د عدلیې د كومې هم پريكړې په ضد د قانونی نظرثانی ذريعې شته،كه څوك ګيله لري نو د هغې لپاره د نظرثانی خواست وركړې كيدې شي۔ده ووئيل چا له به هم قانون لاسو كښې د اخستلو اج??زه نه شي وركولې، پاکستان يو امناكه هېواد دے چرته چې د قانون حکمرانی ده،په هېواد كښې د لاقانونیت اج??زه به چا له هم نه شي وركولې۔دې ووئيل مونږ پاکستان كښې مېشته ټولو غیر ملکیانو له باور وركوو چې هغوې محفوظ دې او د هغوې سلامتیا به حکومت پاکستان باوري كوي۔
پاکستان امناكه هېواد دے، هېواد كښې د لاقانونیت اجازه به چا له هم نه شي وركولې، د سوشل میډیا په پلیټ فارمز د غیر قانونی هلو ځلو په ضد به حکومت سخت اقدامات كوي۔د اطلاعات وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی پرېس کنفرنس
Wildlife Park official entertainment website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر