اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د اختر په موقع د كورونا په وجه چې كوم خلق معاشي ستونزو سره مخ دي، د هغوي دې خاص خيال وساتلې شي، د كورونا وائرس څخه د بچ كېدو تدابير دې نظرانداز نه كړے شي. صدر مملكت د وړوكي اختر په موقع په خپل پېغام كښې ټول پاكستاني قو?? او اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره دعا وكړه چې دا اختر دې زمونږ په ژوند كښې ډېرې خوشحالې راولي. ده ووئي?? چې د رمضان المبارك په بركت لرونكو ساعتونو كښې د روژې او تراويح توفيق په يقيني توګه ډېر لوي سعادت او نيك بختي ده. د روژې د لارې په مونږ كښې د تقوٰی او د غريبانو د مرستې كولو د جذبې پېدا كېدو موقع په لاس راغلې وه. بايد مونږ هڅه وكړو چې په دائمي توګه په دې عمل وكړو. ده ووئي?? چې د اختر په موقع دې د ضروت لرونكي او محتاج خلق په خپلو خوشحالو كښې شريك كړے شي. ده ووئي?? چې د اختر په موقع د كورونا په وجه چې كوم خلق معاشي ستونزو سره مخ دي، د هغوي دې خاص خيال وساتلې شي. صدر مملكت ووئي?? چې د الله تعالٰی لخوا په دې وخت كښې ټوله نړۍ د كورونا وائرس په ازمېښت كښې ده. دې وبا زمونږ په ګاونډي هېواد كښې ډېر تكليف وركوونكې صورت اختيار كړے. الله تعالٰی خپل خاص لطف و كرم سره زمونږ خو?? وطن د كومې لوئې پېښې څخه محفوظ ساتلې. بايد په دې مونږ د الله تعالٰی م??نه وكړو. ده ووئي?? چې د كورونا وائرس څخه د بچ كېدو تدابير دې نظرانداز نه كړے شي. ده ووئي?? چې دعا دې وكړې شي چې لوي څښتن دې مونږ د دې وبا د تباهې څخه محفوظ و مامون كړي.