لاهور ۔26نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی د پاكستان ټيلي ويژن په 59 مه كاليزه د پي ټي وي ملازمينو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستاني ټيلي ويژن د پروقار خپرونو 59 كلن سفر د قومي تشخص او ځلنده رواياتو امين دے ۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د پي ټي وي د 59 كاليزې دست??رې ته خطاب كښی وكړه۔ په دې موقعه د پنجاب اعلی وزير محسن نقوی هم موجود وو۔ دست??رې ته خپل خطاب كښې مرتضی س??لنګي ووئيل چې پي ټي وي د پاكستان قامي براډ كاسټر دے ، 59 كاله وړاندې ??ما استاذ اسلم اظهر د يوې پخوانۍ ودانۍ په صحن كښې ټېنټ ولګولو او د پي ټي وي خپرونې يۍ پېل كړې۔ په دې موقعه ده په دستوره كښې د نګران اعلی وزير محسن نقوي هركلي كولو سره ده ووئيل نګران وزيراعلی محسن نقوي پخپله براډ كاسټر او خبريال پاتے شوے دے٬ ده دا سفر پخپله هم كتلے دے۔ په پنجاب كښ?? د ??امخې ته شويو بدلونونو له امله اوس هر چاته دې محسن ښكاري۔ ده ووئيل په پنجاب كښې چې ما څومره بدلونونه ليدلي ??ي نو داسې راته ښكاري چې دې به د پنجاب شېر شاه سوري جوړ شي۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير مرتضی س??لنګي او وزيراعلی محسن نقوي د پي ټي وي ملازمينو سره په ګډه د پي ټي وي د 59 كاليزې كېك كټ كړو او دوئي ته يۍ مباركي وركړه۔ وروستو دواړو د پي ټي وي لاهور سنټر بېلو برخو دوره وكړه۔
د پاكستان ټيلي ويژن د پروقار خپرونو 59 كلن سفر د قومي تشخص او ځلنده رواياتو امين دے٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د پي ټي وي 59 مې كاليزې دستورې ته خطاب
Astronaut Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن