اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضی سولنګی وئيلی دی چې په هېواد کښې ب?? ټولټاکنې د فرورۍ په اتمه نېټه 2024 میلادی کال کښې کیږی، مونږ د الیکشن کمیشن سره په پرله پسې توګه رابطه کښې یو، د هغوی ټولې ضرورتونه به پوره ک??و٬ خپل لوظ به ترسره كوؤ۔ يو شخصي ټي وي چينل سره مركه وويل زما په ټويټ د خلکو بېلې رايې رامخې ته شوي دي٬ زما ټويټ زما شخصي نه بلکې د حکومت دريځ وو۔ ده ووئيل ولسمشر د وفاق سمبول دے، ??غه زموږ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان دے، د ولسمشر رول د کوم سیاسي ګوند د استازي په توګه نه دے، بلکې د ټول ملت ولسمشر دے، ??لسمشر باید په دوامداره توګه خپل رول ولوبوي۔ ده ووئيل چې د عمران خان په حكومت كښې چې د سياسي مخالفينو سره څه وشول هغه د ټولو په وړاندې دي۔ ديوې پوښتنې په ځواب کښې ده وويل چې فواد حسن فواد څه دپاسه 35 کاله د هېواد خدماتو سره تړلے پاتے شوے دے٬ ده له ډيرو سياستوالو سره ک??ر کړے دے، دچا سره ک??ر کول تاسو ددغه ګوند برخه نۀ جوړوي، زه پخپله دپيپلز پارټۍ په دوره كښې د ريډيو پاکستان ډائريکټر جنرل پاتے شو٬ د دې دا مطلب نه دے چې زه د پيپلز پارټۍ نمائنده يم۔ ده ووئيل چې په نګران حكومت كښې پرېكړې وزيراعظم كوي۔ ده ووئيل صدر مملکت د 25 کروړه خلکو صدر دے. په آئين کښې ليکل شوي چې د هېواد ولسمشر د پوځ سپريم كمانډر وي۔ صدر مملكت په 9 مئي څومره چيټۍ وليكلې؟ هغه دې د خپل منصب بې توقيري نه كوي ٬ د پي ټي آئي نمائنده جوړېدو په ځايې دې د وفاق سمبول جوړ شي۔
په هېواد کښې به ټولټاکنې د فرورۍ په اتمه نېټه کیږی، د الېكشن كمېشن ټولې غوښتنې به ترسره كولې شي٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي نجي ټي وي چېنل سره مركه
Rich emoji entertainment platform URL
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável