كراچي 23 اګست(اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې كراچۍ د پاكستان معاشي مركز دے٬د كاروباري ورورولۍ مسئلې به په ترجيحي بنياد??نو حل كولې شي٬خپله ټاكلې موده كښې هېواد لپاره چې څه هم كېدې شي هغه به كوو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وړوكې او د مينځنۍ درجے صنعت??نو سره تعلق لرونكو كاروباري شخصياتو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر كامران ټيسوري هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې كراچي د بلوچستان د اولس دوهم كور دے او د زده كړو زمانه كښې به م??نږ رخصتۍ تېرولو لپاره كراچۍ ته راتللو٬وروستو نه ده معلومه دے ښار ته د چا نظر ولګېدو۔ دې ښار چې څومره خوشحالۍ ليدلې دومره يې غمونه هم ليدلې دي۔كراچي د بېل رنګ??نو او نسل او ژبې وئيونكو خلكو ګلدسته ده٬لوے څښتن به زم??نږ زړونه روغ كړي او زم??نږ د زړ??نو نه به نفرتونه وباسي او بيا به يوه نوې كراچۍ او نوې پاكستان جوړ شي او دا به هغه پاكستان وي د كوم چې علامه اقبال خوب ليدلې وو او د دې ج??ړولو لپاره قائداعظم محمد علي جناح هلې ځلې كړې وې۔قائداعظم محمد علي جناح د عامو خلكو لپاره پاكستان جوړ كړې و او هغه د عامو وګړو لارښود وو۔لوے څښتن هغه ته بصيرت وركړې و٬زم??نږ منطقه او ګاونډ كښې چې كوم ډول د مسلمانانو وروڼو او نورو اقليت??نو حال دې٬م??نږ د لوے څښتن مننه كوو چې څومره لويې نعمت د قائداعظم بصيرت په سبب م??نږ ته ترلاسه دې او هغوي په راتلونكي حالات پوهه شوې و او هغوي عملي هلې ځلې كولو سره زم??نږ لپاره يو جلا هېواد ترلاسه كړو۔وزيراعظم ووئيل چې م??نږ به د هغوي تر قيامت احسان مند يو۔د دې احسان تقاضا ده چې كوم مقصد لپاره پاكستان قائم شوې دا ترلاسه كول دي او د دې له مخې ژوند تېرول دي۔م??نږ له به شريك احترام او روادارۍ ته وده وركول وي۔وزيراعظم ووئيل چې اسلام م??نږ د يو بل مال په ناحقه خوړولو څخه منع كوي٬د يو بل عزت او احترام او برداشت او تحمل څخه 92 فيصد مسئلې حل كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د كاروباري كسانو مسئلې به په ترجيحي بنياد??نو حل كولې شي٬د سندھ ګورنر او چيف سېكرټري به په دې اړه تاسو سره په رابطه كښې وي٬ډېرې معاملې به حل شي او كېدې شي چې څه حل نه شي۔م??نږ د يو بل مجبورو او حد??نو څخه خبر يؤ خو هڅې به كوو چې خپله ټاكلې موده كښې په ښه ډول خپل فرض ترسره كړؤ۔
كراچۍ د پاكستان معاشي مركز دے٬د كاروباري ورورولۍ مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي٬د لنډ مهاله وزيراعظم انوارالحق كاكړ كاروباري شخصياتو سره خبرې اترې
Amazon Kingdom Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا