اسلام آباد۔18اګست(اے پی پی) ډاكټر نديم جان د روغتيا نګران وفاقي وزير په حېث خپلې ذمه وارۍ پغاړه اخستې دي ۔ د جمعې په ورځ د روغتيا وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له م??ې د روغتيا وفاقي سېكتر افتخار علي شلواني او عملې د روغتيا وزير ته هركلے ووے۔ ډاكټر نديم جان د روغتيا په څانګه كښې د غوره خ??ماتو په وړاندې كولو ستاره امتياز ترلاسه كړې ده۔ هغه په پاكستان كښې د پوليو خاتمې لپاره د خپلو خذماتو له امله خ??ص شهرت لري۔ د چارج سنبالولو څخه وروستو ده د وزارت چارواكو او هېډ آف ډيپارټمنټ سره تعارفي ملاقات هم وكړو۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير ووئيل د روغتيا وزارت ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له به خپل صلاحيتونه كارؤ۔ ده ووئيل د روغتيا څانګه زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ په دې كښې بهتري رامخې ته كول زما مشن دے۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه د هېواد او اولس خذمت كول وي۔ ده ووئيل د اولس خېر ښېګړې له به د خېر ښېګړې په م??نوبو تندۍ سره كار كول وي۔ اولس رنځونو او وباګانو څخه ساتلو له به فعاله ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل د روغتيا وزار?? په بنيادي توګه د حقوق العباد وزارت دے۔ ده ووئيل د اولس د هيلو له م??ې به ټولو چارواكو او عملې له شوق او جذبې سره كار كول وي۔۔ ډاكټر نديم جان ووئيل چې د روغتيا څانګه كښې عامو وګړو ته ګټه رسولو له به د انقلابي او فلاحي منصوبو بنياد كېږدؤ۔
ډاكټر نديم جان د روغتيا وفاقي وزير په حېث خپلې ذمه وارۍ په غاړه واخستې
Lucky God Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری