اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د 9 مئي پېښې ګټه د هېواد دښمن ته وشوه او ددې سازش د ناكامۍ ګټه د پاكستان اولس ته۔ نن د 9 مائي پېښې ماسټر مائنډ پوښتنه كوي چې د 9 مئي پېښو ګټه چاته وشوه؟ دا تن د قام مجرم دے ٬ د معاشي تباهۍ مجرم دے ٬ د شهيدانو او د دوئي د وارثانو مجرم دے ٬ ده ته څه معلومه ده چې زياتې څه وي؟ زياتې هغه وي چې كوم د سياسي انتقام لپاره د دروغو مقدمې جوړولو سره اپوزيشن او ميډيا څخه واخستې شي۔ ده ته څه معلومه ده چې د خوېندو او لونړو عزت څه وي؟ مونږ په هسكه غړۍ هر عدالت ته وړاندې شوو او دا سړے د بالټي او ډسټ بن شاته او د كټ لاندې پ??ږي٬ د سازشي ??لې نن كوم وياند نشته۔ يوازې ټويټر هېنډل وياند دے۔ بهر هېوادونو كښې د ده فارن ايجنټ پراكسيز دي كوم چې د هېواد په ضد كمپائن چلوي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل فارن ایجنټ په خپل ټويټ كښې پ??ښتنه كړې ده چې د 9 مئي پېښو ګټه چاته وشوه او زيان يۍ چاته وشو۔ دې ووئيل فراډ ٬ سازشي ??لې ٬ فتنې ٬ فسادي ډلې اولس لوټ كړو ٬ د اولس روزګار او معيشت يۍ تباه كړو ٬ دې ووئيل كومو خلقو به چې د دې فتنې پ?? وېنا نورو ته غله وئيل نن دغه مكروه مخونه د نواز شريف د خوبو ګواهي وركوي۔ وفاقی وزیرې ووئيل فارن ايجنټ وائي ما د توشه خانې نه غلا نه ده كړې ٬ د 190 ملین پاؤنډ لفافې ده ته هېڅ علم نشته٬ زما د كابينې نه پوښتنه وكړۍ۔ دې ووئيل دې ټولګي د لسبېله چورلكې د شهيدانو په ضد كمپائن وچلولو۔ د پاك پوځ د سرلښكر او مهمو شخصياتو په ضد يۍ خطرناك شوشل ميډيا كمپائن وچلولو۔ كل?? وائي په د راكټ لانچر د لارې بريد وكړے شو ٬ كل?? وائي په ما قاتلانه بريد وكړے شو۔ وفاقی وزیرې ووئيل چا چې د 9 مئی پېښې منصوبه بندي وكړه او د چا په هدايت چې هر څه وشوؤ هغه پوښتنه كوي د 9 مئي پېښې ګټه چاته وشوه۔ دې پخپله وائي د 9 مئي پېښه زما د ګرفتارۍ په رد عمل ك??ې رامخې ته شوه۔ دا پېښه د پاكستان د دښمن په ګټه وه او ددې د ناكامه كېدو ګټه پاكستاني اولس ته وشوه۔ دې ووئيل ده حمزه شهباز شريف دوه كاله په زندان كښې وساتلو٬ هغه ځايې ته يۍ منتقل ك??و چرته چې پ?? سولۍ كوؤنكي ساتلې شي۔ د رانا ثناﺀ الله په ضد يۍ د دروغو مقدمه جوړه كره۔ خواجه آصف يۍ زاندان كښې وساتلو۔ فريال تالپور يۍ د اختر په ورځ روغتون څخه په راكښلو زندان كښې واچوله۔ دې سړي په زمان پارك كښې مېرمنې او ماشومان ځان لپاره د ډھال په توګه وكارول۔ وفاقي وزير ووئيل عمران خان خپلو كېسونو كښې عدالت ته ځواب وركول نه غواړي ۔ دې ووئيل درې وارې ټاكلے شوے وزيراعظم عدالت ته وړاندې كېدې شي ، شهباز شريف وړاندې كېدې شي نو دې ولې نه شي وړاندې كېدې۔ د ده په ګرفتارۍ بشري حقونه خطرې سره مخ كېږي۔ دې ووئيل فارن ميډيا ته هم معلومه شوې ده چې عمران خان په يوه مركه كښې يوه خبره كوي او بله كښې بله خبره۔ اوس فارن ميډيا هم په ده باور نه لري۔ دې ووئيل د 9 مئي پېښو ذمه وار عمران خان دے٬ د ده په وېنا په جی ایچ کیو بريد وكړے شو٬ د شهيدانو يادګارونه مات كړې شول٬ جوماتو وسوزلې شوو٬ روغتونونه وسوزولې شوو٬ رېډيو پاكستان وسوزولې شو۔ دې څخه وروستو وائي په ما فلانكے فلانكے بريد كول غواړي۔ د خبريالانو د پوښتنې پ?? ځواب كښې دې ووئيل د توشه خانې كېس ټرائل پېل شوے دے٬ د 9 مئي پېښو پلټنې هم روانې دي۔ دې ووئيل كه مونږ سياسي ګرفتارۍ كولې نو هغه وخت به مو كړې وې كل?? مو چې اقتدار ترلاسه كړو۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې دې ووئيل وزيراعظم ښكاره وئيلي دي چې زمونږ حكومت به د آئيني مودې پ?? ترسره كېدو ختم شي۔ د يوې بلې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې دې ووئيل په پاكستان هائي كمېشن (برطانی) چې كومو عناصرو بريد كړې وو په هغو برطانوي پوليس فرد جرم لګولے دے٬ د هغوي په ضد به د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔ دې ووئيل كوم قانون د دې اجازه نه وركوي چې بهر پاتې كېدو سره دې د هېواد په ضد سازش وكړے شي۔ د يوې بلې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې دې ووئيل څه وخت چې آئی اېم اېف سره لوظنامه كېدو ته نزدې كېده د فارن ایجنټ پراکسیز وېنا پېل ك??ه۔ اوس د پاك پروردګار په فضل د وزيراعظم او د خزانې وزير د وژن لمخې لوظنامه شوې ده۔ د يوې بلې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې دې ووئيل پی سی بی د پاکستان کرکټ لوبډلې د ورلډ كپ په مهال په هند كښې د لوبې كولو په اړه وزيراعظم ته خط ليكلې دې۔ وزيراعظم په دې لړ كښې كمېټي جوړه كړې ده د كومې غونډه به چې روانه اونۍ كېږي۔ په تحريك انصاف د بندېز په اړه د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې دې ووئيل داسې كومه اطلاع نشته خو د ميډيا د لارې دا خبره كول غواړم چې كه په پاكستان تحريك انصاف بندېز ولګېدو نو د دې ذمه وار به د پاكستان تحريك انصاف مشر او د هغه اعمال وي۔
د 9 مئي پېښې ګټه هېواد دښمنه ته وشوه٬ ماسټر مائنډ نن پوښتنه كوي د 9 مئي پېښې د چا په ګټه وې ؟ دا تن د قام مجرم دے٬ مريم اورنګزېب
Frozen Era Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا