اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د سمجھوته اېكسپرېس پېښه د هندي فالس فلېګ آپرېشنز روايت په ځائې ساتلو سره د سيمې امن لمينځه وړولو له د هندو انتها خوښو اسټېج ډرامه وه په داسې حال كښې چې آر اېس اېس او بی جے پی د هندو بنياد پرستو مشري كوي ٬ د 15 كلونو تېرېدو باوجود ځپليو ته د انصاف وركولو كښې ناكامي د حقيقت په ډاګه كوي چې د هندوستان د انصاف نظام يوازې د هندو بنياد پرستو د ګټو محافظ دې۔ د سیاسی تجزیه كارو لمخې سمجھوته اېکسپرېس پېښه د هند لخوا يوه اسټېج ډرامه وه كومه چې هندو انتها خوښو د هند پاكستان امن عمل د پاټلۍ څخه كوزولو له كړې وه۔ دا بريد د پاكستاني خارجه وزير خورشید محمود قصوری هندوستاني لارښودو سره د امن مذاكراتو يو وارې بيا پیل كولو له د هند دورې نه يوه ورځ مخكښې شوې وو۔ دا خبره دې ياده وي چې په 18 فروري كال 2007 د آر اېس اېس ترهګرو په سمجھوته اېکسپرېس ټرین كښې دوه چاؤدنې كړې وې چې په نتيجه كښې ئې 68 كسان مړه شوي وو كومو كښې چې 43 پاکستانی وګړي هم شامل وو۔ د 15 مړو شناخت نه وو شوې۔ د 15 كلونو تېرېدو باوجود هند د سمجھوته اېكسپرېس پېښې ځپليو ته انصاف وركولو كښې ناكامه پاتې شوې دې۔ دې پېښه كښې ككړو كسانو كښې يوازې څلور كسان مقدمې سره مخ كړې شول۔ د كېس مركزي تورن سوامی اسیمانند عرف نبا کمار سرکار ته په كال 2015 كښې د پنجاب او هریانه هائي كورټ ضمانت وركړې وو۔ په مارچ 2019 كښې ټول تورن د اېن آئی اے خصوصی عدالت د ثبوت د كمي په بنياد بري كړل۔ د تجزيه كارو رائې ده چې هند په پاكستان تور لګولو له د ترهګرۍ د دا ډول پېښو منصوبه بندي كوي۔ هغه پاكستان غېر مستحكم كولو له ترهګري د يو آلې په توګه كاروي۔ هند پاكستان سره امن مذاكرات پیل كولو كښې جدي نه دې٬ نړۍ بايد د دې حقيقت جدي نوټس واخلي۔
د سمجھوته اېكسپرېس پېښه : د هندو انتها خوښو اسټېج ډرامه ٬ د هندوستان د انصاف نظام د هندو بنياد پرستو د ګټو محافظ
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس