اسلام آباد 16نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د قامي اسمبلۍ غړو طاهر اقبال٬پرنس محمد نواز الائي٬جاوېد اقبال وړائچ او ناصر اقبال ليدلې او د پرمختيائي پروژو په پېشرفت ئې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سياسي چارو خاص مرستيال عامر ډوګر هم موجود ؤ ۔په دې موقع د اېم اېن اے طاهر اقبال د حق رسېدلې مور لپاره لاس نيوه وشوه۔په ملاقات كښې وهاړي او بټ ګرام كښې په روانو پرمختيائي پروژو او په رحيم يار خان كښې د سټي پېكج په انفراسټركچر او د اوبه خور نظام بهترۍ لپاره په روانو پروژو هم خبرې وشوې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ