لاهور 07 دسمبر (اے پي پي) د صحت وزارت د افغانستان په خواست پاکستان فارما سيوټيکل مينوفيکچرز اېسوسي اېشن برادر اسلامي هېواد افغانستان ته د داروګانو عطيه وړاندې كوي٬ د پاکستان فارما سيوټيکل مينوفيکچرز اېسوسي اېشن چيئرمېن قاضي محمد منصور دلاوراو زونل چيئرمېن نارتھ ډاکټر فېصل قدير کھوکھر ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د افغانستان د صحت وزر ډاکټر قلندر آباد په درخواست پاکستان فارما سيوټيکل مينوفيکچرز اېسوسي اېشن برادار هېواد افغانستان ته د 12 كروړه روپو داروګان عطيه كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې افغان اولس سره ولاړ دې۔ دا داروګان به د صحت خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان او د ډرګ رېګولېټري اتهارټۍ آف پاكستان چيف اېګزيکټو( ډريپ) ډاکټر عاصم رٶف ته وړاندې كولې شي او د دې نه پس به افغان پلاوي سره د 12 كروړه داروګان افغانستان ته لېږلې شي
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے