ملتان 07 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په پاك افغان پوله د ازغن تار په لګولو كښې يو شمېر ستونزې راپېښې شوې دي، شهادتونه هم شوي دي خو دا ازغن تار د دواړو هېوادونو په ګټه دے. د جمعې په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره يو ځائي خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې د اوږدې مودې نه پس مو د افغانستان په معامله اسلامي امت يو موټې كړے چې مقصد ئې افغان اولس ته تحفظ وركول دي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې څوك هم د حكومت په ضد تحريك چلول غواړي ، په شوق دې وچلوي، مونږ هېڅ خطر نه لرو. خارجه وزير ووئيل چې په ملتان كښې به پرمختيائي پروژې زر ترسره كولې شي. ده ووئيل چې د صحت كارډ په نتيجه كښې به اولس د كوم فرق نه بغېر طبي اسانيې ولري
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس