اسلام آباد12جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي منافع خورو او په ذخيره اندوزۍ كښې ككړو كسانو سره به هېڅ ډول نرمي نه كېږي٬ كروندګرو ته دې د سرې وركړه باوري كړې شي۔ د شورو په ورځ وزيراعظم په هېواد كښې د سرې طلب او رسد لپاره د جاج اغستو د لوړې كچې غونډې مشري كړې ۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د سرې ذخيره اندوزي ربيع سيزن لپاره د فصل پېداوار سخت ځپلے شي، دې لپاره دې كروندګرو ته د سرې وركړه باوري كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل كروندګر د پاكستان په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري، اوسني حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل كسان دوست پاليسۍ معرفي كړي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د يوريا كمي پحقله د ډنډورو لرې كولو لپاره دې كوټلې اولسي كمپائن وچلولے شي۔ غونډې ته ووئيل شول په تېره اونۍ كښې اوسطاً 19 زره مېټرك ټنه سره باوري كړې شوې او پكښې د ورځې په بنياد زر مېټرك ټنه اضافه شوې۔ غونډې ته ووئيل شول د كابينې په منظورۍ چين څخه يو لك مېټرك ټن د يوريا سرې د درآمد منظوري د موجوده نړيوال ماركيټ بيعې نه نزدې په نيمه اخستې شوې ۔ د سرې د قاچاق مخنيوي اقدامات پحقله غونډې ته ووئيل شولد پنجاب ٬ خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبائي واكمنو د يوريا سرې 92 زره 845 بورۍ ضبط كړي كومې چې سمګل كېدې٬ د صنعت په وزارت كښې يو فعاله مانيټرنګ سېل د سرې د صورتحال نګراني كوي او دې د يوريا سرې درك لګولو او د بيعو كنټرول كولوله مرسته كړې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوکت فياض ترين، مخدوم خسرو بختيار او د سيد فخر امام نه علاوه وزير مملکت فرخ حبيب، ډاکټر شهباز ګل، د فرټيلائزر مينوفيکچرنګ کمپنيو ايګزيکټوز او لوړ پورو ګډون كړلو٬ دغسې د پنجاب او خېبرپښتونخوا چيف سېكترريز د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې شامل وو
منافع خورو او په ذخيره اندوزۍ كښې ككړو كسانو سره به هېڅ نرمي نه كېږي٬ كروندګرو ته دې د سرې وركړه باوري كړې شي۔ د وزيراعظم عمران خان د سري طلب او رسد لپاره د جاج اغستو غونډه كښې سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔