اسلام آباد۔2مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې دا د حېرانتيا خبره ده چې اپوزيشن او ميډيا كښې د دوئي پلاويان د پټرول او برېښنا نرخونو كښې په كمي سختې پرېشانۍ سره مخ شوي دي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير په يو ټويټ كښې ووئيل په نړيواله منډۍ كښې په نرخونو كښې د زياتوالي باوجود پاكستان كښی ګراني مخ په ټيټېدو ده۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل دا مونږ لپاره بايد د اطمينان وړ وي نه چې د پرېشانۍ سبب جوړ شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن سره اصل غم په راروانو ټاكنو كښې د كاميابۍ نه ترلاسه كولو دې۔
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔